د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې مرکزي بانک مشر ښاغلي کريستيان نويار د جون په پنځه ويشتمه نېټه خبريالانو ته وويل چې روان کال په نړيوال اقتصاد کې څرګند بدلون نه دی رامنځته شوی او ښايی روان کال د نړيوال اقتصاد پرمختګ چټکتيا په سلو کې څلور وی.
نوموړي وويل چې د ځينو کسانو په أند، روان کال په امريکا کې د کريديت بحران او د اومو توکيو بيو د پر له پسې لوړېدا له امله نړيوال به اقتصاد پرمختګ و نه کړي، خو د واقعيتونو له مخې تر اوسه دغه حالت نه دی رامنځته شوی. برسېره پر دې، د ځينو کسانو اټکل کړی و چې د امريکا اقتصاد شاتګ وکړي، خو تر اوسه پورې د اړوندو شمېرنو له مخې يوازې د دغه هېواد د اقتصاد د پرمختګ چټکتيا ورو شوې ده.