د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د جون د شپږويشتمې نېټې په سهار په بريالۍ توګه د شان شي ولايت په تای يوان ښار کې پای ته ورسېد.
د همدې ورځې سهار په اتو بجو د پيل مراسم د تای يوان ښار د جينګ څه باغ په مخامخ ډګر کې تر سره شول او لومړی لېږدونکی د چين مشهوره سندره غاړې اغلې تان جينګ وه. ټول دوه سوه او اته تنه ليږدونکيو په دغه ښار کې د مشال لېږدونې په فعاليت کې ګډون وکړ.