<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-26 17:16:53    
له پنځواسيايې هېوادونو څخه د شي جين پينګ ليدنې ښې پايلې تر لاسه کړې.

cri

د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د جون له اوولسمې نېټې نه تر پنځه ويشتمې نېټې پورې د اړوندو خواوو په بلنې له ديموکراتيکې کوريا، مغولستان، سعودی عربستان، قطر او يمن څخه رسمي ليدنه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جانګ يی سوی چې د شي جين پينګ سره په دغه ليدنه کې ملګری و خبريالانو ته د دغې ليدنې عمومی پايلې څرګندې کړې.

ښاغلي جانګ وويل دا د دولت رئيس د مرستيال په توګه له نورو هېوادونو څخه د شي جين پينګ لومړۍ ليدنه وه چې روان کال د چين په ديپلوماتيکو چارو کې يو مهم فعاليت هم ګڼل کېږي. دغې ليدنې په فعاله توګه د چين او يادو شويو پنځو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي دي. دا د دوستۍ، تګ راتګ او همکارۍ په اړه يوه ليدنه وه چې څلور فقره ايزې پايلې يې تر لاسه کړې دي.

لومړی، په دغه ليدنه کې د چين او يادو شويو پنځو هېوادونو ترمنځ دوديزه دوستي ټينګه شوې ده. ښاغلي شي جين پينګ په دغه ليدنه کې د دغو هېوادونو له مشرانو او بېلا بېلو خواوو سره پراخ بحث وکړ او د دوه اړخيزو اړيکيو د ټينګېدو هيله يې څرګنده کړه. د يادو شويو هېوادونو مشرانو يو ځل بيا د چين د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د سختې زلزلې له امله خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه او له زلزله خپلو سيمو سره يې د مرستې په اړه د چين د کارونو لوړه ستاينه وکړه. دوی پر دې خبره ټينګار وکړ چې دغه هېوادونه به په ټينګه سره د تايوان او تبت مسئلو په اړه د چين له دريځ څخه ملاتړ وکړي او باور يې څرګند کړ چې د

بېجينګ اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي. له دې څخه څرګندېږي چې د چين او دغو پنځو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستی ډيره ژوره ده.

دوهمه دغې ليدنې د چين او دغو هېوادونو ترمنځ ګټوره همکاري پياوړې کړې ده. له عمومی پلوه د چين او دغو پنځو هېوادونو ترمنځ د همکاری پراخه زمينه او ښه راتلونکی شته. دغه پنځه هېوادونه ټينګه هيله لري چې له چين سره ښه همکاري وکړي. ښاغلي شي د دغې ليدنې په ترڅ کې د يادو شويو پنځو هېوادونو له مشرانو سره په هراړخيزو ساحو کې د خپلمنځۍ همکارۍ په اړه ډيرې زياتې نوې نظريې تر لاسه کړي او اړوند سندونه يې لاسليک کړل چې محتويات يې له کرنې، اقتصاد، انرژۍ، زيرمو، د اساسي تاسيساتو د جوړونې، کلتور، ښوونې او سيلانۍ له ساحو څخه عبارت دي. دغه راز ښاغلي شي په جلا جلا توګه د چين او مغولستان، د چين او سعودی عربستان او د چين او يمن ترمنځ په اقتصادی او سوداګريزسيمنارونو کې ګډون وکړ او په دوه اړخيزو ساحوکې د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا په اړه يې يو لړ وړانديزونه وړاندی کړل. د دغو پنځو هېوادونو حکومتونو او تصديو دغو وړانديزونو ته فعال غبرګون وښود او هيله يې څرګنده کړه چې په خپلو هېوادونو کې د پانګونې لپاره د چين تصديو ته ښه زمينه برابره کړي.

درېيمه د چين او دغو پنځو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او متقابل باور د چين د کورنيو حالاتو د پيژندلو او د مهمو نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو د تبادلې له لارې پياوړی شوی دی. ښاغلي شي په اړوندو خبرو اترو کې د دغو هېوادونو مشرانو ته د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختيايې حالاتو په اړه معلومات ورکړل، په تېره بيا له زلزله ځپلو سيمو سره يې د مرستې او د بېجينګ اولمپيک لوبو ته د تياری حالات.وروپېژندل ښاغلي شي پر دې خبره ټينګار وکړ چې چين تل د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې، د سوله ايزې پرمختګ پر لارې، د ښه ګاونډيتوب او دوستۍ په اړه پر ديپلوماتيکې تګلارې او د متقابلو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر ستراتيژۍ ټينګار کوي او تر خپلې وسی پورې د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره هڅې وکړي. د پنځو هېوادونو مشرانو د چين د چټک پرمختګ په اړه خوښي وښودله او هيله يې څرګنده کړه چې د هېواد د ادارې او مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په ساحه کې له چين سره خپلمنځۍ سلامشورې او تګ راتګ پياوړی کړي.

څلورمه نړيوالې ټولنې د انرژۍ په نړيوالې غونډې کې د چين له ګډون څخه د انرژۍ په برخه کې د چين حکومت د تګلارې په اړه زيات معلومات تر لاسه کړل. ښاغلي شي د سعودی عربستان د پاچا په بلنه د چين د پلاوۍ په مشرۍ په جدا کې د انرژۍ په نړيواله غونډه کې ګډون وکړ. هغه په غونډه کې د انرژۍ د نړيوالې مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ او پر دې خبره يې ټينګار وکړ چې د انرژۍ مسئله د ګردی کری يوه ګډه مسئله ده، نو نړيواله ټولنه بايد د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځۍ همکاري او تګ راتګ پياوړی کړي. د چين اړوندو نظريو د برخه والو پاملرنه راجلب کړه او لوړه ستاينه يې وکړه.