<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-26 20:23:44    
د چين مرکزی حکومت به د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو لپاره خپله بوديجه تنظيم کړي

cri

د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کميټې د جون په ٢٦ نېټه د رايه ورکونې له لاری د دولتي شورا له خوا د روان کال د مرکزی بوديجې د تنظيمولو په اړه يوه لايحه تصويب کړه چې له مخې به يې د چين د ماليې وزارت د سه چوان ولايت د زلزله ځپلو سيمو د بيارغونې په موخه اويا مليارډ يوانه ولګوي . د خپرونې په نننۍ تبصره کې به تاسو ته د دغو پيسو په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د جون په ١٢ نېټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه اته درجې سختې زلزلې له امله نه يوازی د مړه شويو کسانو شمېر څه د پاسه ٦٩ زرو او د ورک شويو کسانو شمېر څه د پاسه ١٨ زرو ته رسيدلی بلکی په څو زلزله ځپلو سيمو کې زيات کورونه ويجاړ شوي او د ترانسپورت، مخابراتو، بريښنا او اوبو لګولو په شمول زياتو بنسټيزو تاسيساتو او عام خدمتی تجهيزاتو ته زيانونه رسيدلی دي.د چين د ماليی وزارت او سيمه ايزو مالی څانګو په دغو زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو لپاره څه د پاسه ٥٤ مليارډ او دری سوه مليون يوانه لګولی دي. اوس مهال په نوموړو زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونه نوی پړاو ته رسيدلې دی.د چين حکومت د دغو سيمو د بيارغونې لپاره مفصل او دايمی پلان جوړ کړی او پرېکړه يې کړې چې په زلزله ځپلو سيمو کې د بيارغونې له اړتيا سره سم سږنۍ مرکزی بوديجه تنظم کړي او د مرکزی بوديجې د ثابتېدو لپاره د تنظيمولو چارو پيسو په کارولو پيل وکړي.د چين د ملی ولسی کانګرس په چين کې يو ډېر لوړ پوړي واکمن ارګان دی.

نو دغه بوديجه بايد د نوموړې ارګان تر غور کولو، منظورولو او څارنې لاندی وي.د چين د ماليی وزير شي شيو ژن د جون په ٢٤ نېټه د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کميټې ته د مرکزی بوديجې د تنظيمولو او په زلزله ځپلو سيمو کې د بيارغونې چارو لپاره د دغو پيسو د زيرمه کولو د ضرورت په باب معلومات وړاندی کړل.هغه وويل

(اواز...............) مونږ په مساعده توګه د ٢٠٠٨ کال لپاره مرکزی بوديجه تنظيم کړې چې له مخی به يې په زلزله ځپلو سيمو کې د بيارغونې چارو لپاره لازياتې پيسې ولګول شی او په دغو سيمو کې د توليد او ژوند عادی نظم او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ژر تر ژره اعاده شی. په ٢٠٠٦ کال کې د چين د ماليی وزارت د مرکزی بوديجې د ثابتېدو لپاره د تنظيمولو چارو پيسې زيرمه کړې چې له مخی يی ١٠٣ مليارډ او دوه سوه مليون يوانه کارول کيدای شی.د دغو پيسو ځينی برخه به په زلزله ځپلو سيمو کې د بيارغونې په چارو کې وکارول شی چې دا به نه يوازی د چين د ماليی وزارت پر عادی بوديجې اغيزه ونه کړي بلکی د بيارغونې کارونو اړتيا پوره کړي.

ښاغلی شيی شيو ژن وويل دغه پيسی به د ويجاړو شويو کورونو ، ښوونځيو او روغتونونو د بيا أبادۍ ، د بريښنا او اوبو برابرولو، کرنې، صنعتی توليد او سوداګرۍ د اعاده کيدو او له دغې زلزلې وروسته د طبيعی ناورينونو د مخنيوي او زلزله ځپلو وګړيو د ليږدولو په برخو کې وکارول شی. د خبر له مخی له اويا مليارډ يوانو څخه څلويښت مليارډ يوانه به په زلزله ځپلو سيمو کې د بزګرانو د کورونو د بيا أبادۍ لپاره وکارول شی. ښاغلی شی د دغو پيسو د کارولو د يادونې په ترڅ کې وويل د خلکو ګټو ته ارزښت ور کول تر ټولو مهم اصل دی. هغه زياته کړه (اواز................) مونږ بايد نه يوازی د دغو پيسو په کارولو کې د خلکو ګټو ته

پر ارزښت ور کولو ټينګار وکړو او په زلزله ځپلو سيمو کې د عامو وګړيو د بنسټيز ژوند او عامو خدمتونو په اړه د تاسيساتو بيا أبادۍ ته لومړی اهميت ور کړو بلکی په ښارګوټيو او کليو کې د بنسټيزو تاسيساتو او د عامو خدمتی تجهيزاتود بياأبادۍ او د کرنی او صنايعو د توليد او سوداګريزې تبادلې د بياپيل لپاره پيسی ولګوو.