د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس دايمی کمېټې د جون په شپږويشتمه نېټه پرېکړه وکړه چې په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو له اړتياوو سره سم سږنۍ مرکزي بوديجه تنظيم کړي او د زلزله ځپلو سيمو د بيارغونې چارو لپاره به د اويا مليارډ يوانو صندوق جوړ کړي. په راتلونکی کې به له واقعی حالاتو سره سم د اړوندې کلني بوديجی ترتيب تر سره شي.
دغه صندوق به په عمده توګه د وګړيو کورونو، ښوونځيو، روغتونونو او د ترانسپورت او برېښنا په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د بياابادۍ لپاره وکارول شي.