<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-26 20:31:43    
په شپږاړخيزو خبرو اترو کې فعال برياليتوب تر لاسه شوی دی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ټاپووزمۍ د ذروي مسئلې په اړه شپږاړخيزو خبرو اترو د جون په شپږويشتمه نېټه په بېجينګ کې يوه اعلاميه خپره کړه او د چين د پلاوی مشر وو دا وې دغه اعلاميه ولوستله. په اعلاميه کې ويل شوي د بېلا بېلو خواوو په ګډو کوششونو سره د ګډې اعلاميې د پلی کولو په اړه د شپږاړخيزو خبرو اترو دوهم پړاو عملياتو فعال برياليتوب تر لاسه کړی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د ګډ سند له مخې چې د تېر اکتوبر په درېيمه نېټه تصويب شوی، ديموکراتيکه کوريا بايد د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه د شپږاړخيزو خبرو اترو مشر هېواد ته د ذروي تاسيساتو په اړه د معلوماتو لست وړاندی کړی او امريکا بايد په همدې ورځ د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکيو هېوادونو لست څخه ديموکراتيکه کوريا ليری کړي او بايد د دښمن هېواد په توګه له ديموکراتيکې کوريا سره سوداګريز قانون له پلی کولو څخه لاس واخلي.

شپږ خواوو موافقه وکړه چې د ديموکراتيکې کوريا غوښتناليک څارنې ته انتظار وکړي او د څارنې ميکانيزم جوړ کړي.