د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، امريکا او د کوريا جمهوريت د جون په شپږويشتمه نېټه په جلا جلا توګه د ديموکراتيکی کوريا د ذروي پلان غوښتنليک هر کلی وکړ.
د امريکا ولسمشر جورج بوش په همدې ورځ اعلان وکړ چې امريکا به د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکيو هېوادونو له لست څخه ديموکراتيکه کوريا ليری کړي او پر دغه هېواد به لګېدلې بنديزونه وځنډوي. ده په همدی وخت کې وويل ديموکراتيکه کوريا بايد د ذروي وسلو له توليد څخه لاس واخلي او دغه عمليات بايد وڅارل شي.
د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزير يو ميونګ هوان په همدې ورځ په سئول کې وويل د ديموکراتيکی کوريا دغه عمل له ذروي وسلو څخه د کوريا ټاپووزمۍ د پاکوالي لپاره يو مهم پيل دی او له ذروي تاسيساتو څخه د لاس اخيستلو په اړه يې د راتلونکو عملياتو لپاره يو بنسټ ايښی دی.