د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ليو جيان چاو د روانې مياشتې په ٢٦ نېټه په بيجينګ کې وويل چې چين به د اولمپيک لوبو د امنيت د ضمانت لپاره اړين تدبيرونه ونيسی.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبری ناسته کې وويل چې چين د دغو لوبو د برياليتوب لپاره ډېر کوشش کړی او له نړيوالې ټولنې سره يی هم اغېزمنه همکاري کړې ده. اړوندو تدبيرونو د نړيوالې ټولنې پراخ تفاهم ترلاسه کړی دی.
نوموړي زياته کړه چې د چين حکومت او اړوندې څانګې به بېلابېلو مذهبونو او مليتونو او دغه راز د دوی دودونو او کلتوری رواجونو ته پوره درناوی وکړي او په دې ساحه کې به د کوم مليت، مذهب يا د پوستکی رنګ په مقابل کې هيڅ پوپيري چلن ونه کړي.