<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-27 10:09:06    
پاکستان به د بېجينګ اولمپيک لوبو د امنيت تامينولو لپاره له چين سره مرسته وکړي.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د جون په شپږويشتمه نېټه څرګنده کړه پاکستان به ترخپلې وسې پورې د بېجينګ اولمپيک لوبو د امنيت تامينولو لپاره له چين سره مرسته وکړي.

ولسمشر پرويز مشرف دغه خبره په همدې ورځ په دغه هېواد کې د چين له سفير لو جاو هوی سره د کتنې په ترڅ کې وکړه.ولسمشر مشرف ټينګ باور څرګند کړ د چين حکومت او خلک توان لري چې د اولمپيک لوبو په تاريخ کې تر نورو په ډيره ښه توګه د بېجينګ اولمپيک لوبې تر سره کړي. پاکستان د اولمپيک لوبو له سياسی کېدو سره مخالفت کوي او غواړي چې د دغو لوبو د امنيت تامينولو او د تش په نامه ختيځ ترکستان د ترهګرانو پر ضد د مبازرې په اړه له چين سره مرسته وکړي.

ولسمشر مشرف د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې په اړه د چين د کارونو هم لوړه ستاينه وکړه.