د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د يوولسمې دورې ملی ولسی کانګرس د دايمي کميټې درېيمه غونډه د جون په شپږويشتمه نېټه له غرمی وروسته په بېجينګ کې پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې او بيا رغونی د کاري راپور په اړه د يوې پريکړې په منظوريدو سره په ٢٠٠٨ کال کې د چين د دولتي شورا له خوا د مرکزي بوديجي د تنظيمولو په موخه يوه لايحه منظور شوه.
پر ياد شوې پريکړې سره بېره په دغه غونډه کې د معيوبينو د حقونو تړون او د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د دايمي ښه ګاونډيتوب په اړه تړون منظور شوي دي.
د دغې کميټې مشر وو بانګ ګوه د دغې غونډې مشری وکړه.