د سن هوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان مسئلې په اړه يوه اعلاميه د جون په شپږويشتمه نېټه د جاپان په کيوتو کې د اتو سترو صنعتی هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه غونډه کې منظوره شوه چې له مخې به يې دغه ډله د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سيمو کې د امنيت د تينګښت له چارو سره لا زياته مرسته وکړي.
دغو اتو هېوادونو په اعلاميه کې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د امنيت ساتلو، په تېره بيا د خبرو اترو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. دغه ډله به د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سرحدی سيمو سره لا زياته مرسته وکړي او د دغو اتو هېوادونو لخوا د منځګړيتوب په اړه يو ميکانيزم جوړ کړي چې له مخې يې له افغانستان سره د م م له مرستو څخه ملاتړ وکړي.