د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم او په زلزله ځپلو سيموکې د ژغورنې او لارښوونې قوماندانۍ مشر ون جيا باو د جون په شپږويشتمه نېټه له غرمی وروسته د دغې قوماندانۍ د دوه ويشتمې غونډې مشري وکړه او په زلزله ځپلو سيمو کې يې د بيارغونې په اړه د لارښونې نظريې وڅيړلې.
په دغه غونډه کې دې به اشاره وشوه چې اړوندی خواوی بايد تر هر څه لومړی په زلزله ځپلو سيمو کې د وګړيو د اساسی ژوند د شرايطو او د عامو خدمتي تاسيساتو د بيا اعاده کولو، د صنعتی او کرهنيز توليدد ژر بيا پيل او په معقوله توګه د علاقه داريو او کليو، اساسی تاسيساتو او توليدي ځواک د ويشلو او د ايکولوژيکې چاپيريال د بيا اعاده کولو لپاره هڅې وکړي.