د سن هوا اژانس د خبر له مخې د افريقايې هېوادونو د ټولنې کميټې مشر جين پينګ د جون په شپږويشتمه نېټه د مصر په شرم الشيخ کې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د افريقايې هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او پرمختګ د پياوړتيا او د افريقا د سياسی او اقتصادي يو کېدو بهير د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي جين پينګ په همدې ورځ د افريقايې هېوادونو د ټولنې له سرمشريزې غونډې مخکې د دغې ټولنې د منځګړيتوب کميټې د يوې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل په دغه غونډه کې به د افريقا د يو کېدو بهير د پياوړتيا په اړه پر يو لړ تدبيرونو بحث وشي چې د نوی عدليې نظام او د ارګانونو چوکاټ له جوړونې او د دغې ټولنې د څانګو توان له پياوړتيا څخه عبارت دي.