د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې ديموکراتيکې کوريا د جون په شپږويشتمه نېټه د شپږاړخيزو خبرو اترو مشر هېواد چين ته د ذروی تاسيساتو ليست وړاندی کړ. د م م سرمنشي بان کي مون او د امريکا، کوريا جمهوريت او روسيې حکومتونو په جلا جلا توګه دغه ګام هر کلی وکړ.
سرمنشي بان کي مون په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د ديموکراتيکې کوريا دغه ګام او د امريکا غبرګون به د کوريايې ټاپووزمۍ د ذروی مسئلو په حل و فصل کې مهم رول ولوبوي. نوموړي له شپږو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه حالت پر بنسټ په بشپړه توګه د څلورم پړاو شپږاړخيزو خبرو اترو د ګډې اعلاميې پلی کولو لپاره هڅې وکړي چې په ٢٠٠٥ کال کې خپره شوې ده.