<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-27 15:31:08    
د هانکانګ مشهور کارتونی انځورګر هوانګ يو لانګ

cri

د مې په وروستيو ورځو کې به د چين د مرکزي تلويزيون په پروګرام کې د ځوان اتل په نامه يو کارتوني فلم خپور شي چه د هانکانګ د مشهور کارتوني انځورګر لخوا جوړ شوی دۍ . په ١٩٦٩ کال کې په هانکانګ کې يو کارتوني کتاب خپور شو د بدو کسانو پر ضد په مبارزه کې يې له بي وزلو وګړوسره د دريو زلميانو اتلانو د مرستې کيسه کوله.له دې امله چې په هغه وخت کې د هانکانګ ټولنه دومره ارامه نه وه. نو هوانګ يو لانګ د کارتون له لارې خيالي اتلان جوړ کړل چې له بدو کسانو سره يي کرکه درلوده . دغه راز د ښامار او پړانګ دروازې په نامه يو بل کارتونی کتاب هم خپور شو. په هغه وخت کې د کونګ فو فلمونه ډير مروج و او زيات نندارچيان يي راجلب کړی وو ، نو هوانګ يو لانګ په خپل کارتونی کتاب کې لوستونکيتو ته د کونګ فو په اړه څه معلومات ورکړل چه له خپرېدو وروسته سم دلاسه د خلکو د پاملرني او مينې وړ وګرځيدل.

هوانګ يو لانګ د کونګ فو له ناولونو سره ډيره مينه درلوده او کله کله به يې د کونګ فو په اړه څه معلومات هم په خپلو کارتوني ليکونو کې ځای کول.بر سېره پردی نوموړی غوښتل چې د کونګ فو په تړاو يو ناول وليکي ، خو د کارونو د بوختيا له امله يې په پای کې ترې لاس اخيستی دی.

د هوانګ يو لانګ د ژوند تجربی او سابقې هم د هغه کارتونی کيسو په شان دی. دی په ١٩٥٠ کال کې زېږيدلې او د ١٣ کلونو په عمر يې په کارتونی انځورګرۍ پيل وکړ. د ١٥ کلونو په عمر يې له خپلو ملګرو سره يو ځای يوه مطبعه جوړه او د دوه کارتونی ورځپاڼو په خپرولو پيل وکړ. د ١٩ کلونو په عمر په يو مشهور کارتوني انځورګر بدل شو ، بيا يې د ٢٩ کلونو په عمرپه د خپل نامه يعنی د يو لانګ شرکت جوړ کړ.د ٣٣ کلونو په عمر د خپل شرکت په ډول ډول کارتونی مجلوسره د هانکانګ تر ټولو لوړ کارتونی انځوګر وګرځيد. د ٣٦ کلونو په عمر يې پانګې د پخوا په پرتله شل ځله زياتې شوی .او د ٣٧ کلونو په عمر يې بيا کارتوني چارې لوړې څوکې ته ورسيدې چې په ټول هانکانګ کې د کارتوني چارو اتيا برخه دده تر کنترول لاندي وه .

خو په همدې وخت کې هوانګ د خپل ژوند له سترې ستونزې سره مخامخ شو په نولس سوه نويم کال کې د جعلي حساب له امله بندي شو او د نولس سوه څلور نويم کال د اپريل په مياشت کې له زبندان څخه له وتلو وروسته يې ملګري بيا په شاوخوا کې راغونډ شول او ددوي د ګډو کوششونو له برکته د يون هوانګ چاو په نامه د چاپولو ګروپ جوړ شو او د همدي کال په اګست کې د امپراطور په نامه يو کارتوني کتاب چاپ شو . نن ورځ دده د ګروپ لخوا چاپ شوي کارتوني کتابونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اخيستل کيږي او په لسو بهرنيو ژبو هم ژباړل شوي دي.

له دې امله چه د ځوان اتل په نامه کارتوني فلم به د چين پر مرکزي تلويزيون نندارچيانو ته وړاندي شی ، هوانګ په خوشحالی سره وويل چه په دې فلم کې له ډول ډول مشکلاتو او ستونزو سره د ځوان اتل ون تيان او دده د ملګرو مبارزه انځورونه کېږی چه د تورياليتوب ، وفادارۍ ، دوستۍ او يووالي په ګډون د چينايانو غوره دوديز اخلاق څرګندوي ده او د ځوانانو او هلکانو د اخلاقي روزنې لپاره يو ډير ګټور کاردی..

اوس کارتوني انځورونه او فلمونه په اسيا کې ډير لوستونکي او نندارچيان لری ، د يادونې وړ خبره دا ده چه د بيجينګ د فلم په پوهنځي کې د کارتوني تخصص څانګه

هم جوړه شويده او ښاغلي هوانګ د دوه زره څلورم کال د اپريل په مياشت کې ددغه پوهنځي د بلل شوي پروفيسر په توګه وټاکل شو .