<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-27 18:59:09    
چين د بی وزلۍ په له منځه وړلو کې ښه برياليتوب تر لاسه کړی

cri

قدرمنو دوستانو تېره اونۍ مې د هغو دوه تنو افغانانو په هلکه تاسو ته لږ څه ويلي و چې د لنډ مهاله زده کړو لپاره دلته بيجينګ ته راغلي و ،او د لومړی د مرکې ځينې برخې مو هم واورېدې، پدې اونۍ کې به د احمد صديق متقي سره د مرکې ځينې برخې درواوروم چې د افغانستان د اقتصاد وزارت کارکوونکی دی،نوموړی وايي دا مهال په افغانستان کې ډېر خلک له بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي، او په چين کې دغه جوړ شوی سيمينار په افغانستان کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې ډېر مؤثر او ګټور دی ،ښاغلی متقي زياتوي :

ترک ٣١ ژباړه

دا به په افغانستان کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې يو له ډېرو مهمو او ګټورو سيمينارونو څخه وي ،ځکه افغانستان درې ليسزې جګړه شاته پرې ايښې ده او زياتره افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي .

ښاغلی متقي زياتوي د چين له خلکو ،په تېره بيا د همدې سيمينار جوړونکې ادارې يا ای پي سي سي موسسې څخه ډېر خوښ يو،ځکه زموږ له اړتياو سره سم پروګرام يې جوړ کړی و : ترک ٣٢ ژباړه

موږ له دوی څخه ډېر خوشحاله يو چې د بې وزلې د له منځه وړلو له پاره يې دا شان يو اغيزمن سيمينار جوړ کړی و .

د کارپوهانو په أند بې وزلي يواځې هغه نده چې يو څوک پيسې ونلري،او اقتصادي حالت يې ښه نه وي ،بلکې نور ډېر څه هم د بې وزلۍ په رامنځته کېدو کې رول لري چې فقر او بې وزلي ګڼل کيږي ،د بېلګې په توګه يو له هغو څخه د امنيت نشتوالی ګڼل کيږي ،د ښاغلي متقي په وينا له تېرو شاوخوا ديرشو کلونو راهيسې په افغانستان کې زياتې امنيتي ستونزې رامنځ ته شوي دي ،نو په لومړي سر کې د امنيت ټينګولو ته ډېره اړتيا ليدل کيږي، د هغې تر څنګ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی، ښوونې او روزنې ،روغتيا او داسې نور ساحې هم شته چې پياوړي کول يې د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې ډېره اغيزه لري .

چين شاوخوا دېرش کاله وړاندې پخپل هېواد کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو له پاره منظم پلان جوړ او پلی کړ، چې پدې برخه کې يې تردې مهاله زياتې لاس ته راوړنې هم لرلي دي،له ښاغلي احمد صديق متقي څخه مې پوښتنه وکړه چې له شاوخوا اوو کلونو راهيسې په افغانستان کې هم د نورو ګڼو هېوادونو په مرسته ځينې پلانونه جوړ او عملا کار پرې روان دی ، دغو کارونو په افغانستان کې د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې څومره رول لوبولی دی،په ځواب کې يې وايي :

غږ ترک ٣٤ ژباړه

د چين هېواد له ١٩٧٨ کال راهيسې ددې پروګرام په پلي کولو پيل کړی،او شاوخوا دېرش کاله کيږي چې غواړي پخپل هېواد کې د بې وزلۍ کچه راټيټه کړي، که څه هم پدې برخه کې يې د پام وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي خو په بشپړه توګه يې له منځه نده وړې،نود هغه يو هېواد له پاره چې ښه او غښتلی اقتصاد لري دا کار دومره اسان نه وي نو د افغانستان په شان د بې وزله هېواد له پاره هم أسانه خبر نده،خو افغانستان هم پدې موده کې د بې وزلۍ د کچې په راټيټولو کې تر ډېره ښې لاس راوړنې درلودې .

څرنګه چې افغانستان يوه دوديزه او مذهبي ټولنه ده ، نو په نورو هېوادونو کې پلي شوي پروګراومونه دومره په أسانۍ نشي پکې پلي کيدای،او ځانګړو لارو چارو ته اړتيا لري، ښاغلی متقي وايي دوی دې ټکي ته په پاملرنې سره داسې پروګرامونه او پلانونه جوړ کړي چې افغاني ټولنې ته د منلو وړ وي ،دی زياتوي :

غږ ترک ٣٥ ژباړه

افغانستان يو ځانګړی دود او کلتور لري ،په زياتره سيمو کې ښځو ته دا اجازه نه ورکوي چې په هغه ځای کې چې نارينه کار کوي ښځې هم کار وکړي،نو موږ هم د هغوي په کورونو کې ورته ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي دي،د بېلګې په توګه غالۍ اوبدل، د چرګانو ساتل او داسې ګڼې نورې پروژې لرو .موږ د کونډو او بې وزلو ښځو له پاره يو ځانګړی مرستندويه پروګرام لرو چې تر اوسه په نورو هېوادونو کې ندی پلی شوی .

درنو دوستانو که د تېرې اونۍ مرکه مو اورېدلي وي ښاغلي غفوري هم ويلي و چې په چين کې له بې وزلۍ سره د مبارزې د ښه پرمختګ لاملونه ډېر ښه امکانات او وسايل د زياتو ښو او پراخو شنو سيمو شته والی ، پرېمانه اوبه او ګڼې نورې أسانتياوې دي،چې بيا په افغانستان کې حالات دا شان ندي او پدې برخه کې له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی،ښاغلی متقي هم وايي په افغانستان کې د ګڼو ستونزو سره سره بيا هم د پام وړ پرمختګونه راغلي دي، خو بشپړه بريا او د بې وزلۍ پوره له منځه وړل يوه اوږد مهاله او پيچلې دنده ده :

غږ ترک ٣٦ ژباړه

هغه پلانونه چې افغانستان يې د کرنې په برخه کې لري خپله اغيزمنتيا لري،خو دا کار وخت ته اړتيا لري،ددغه پلان بشپړتيا او برياليتوب ښايي ديرش کاله وخت ونيسي .