<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-27 20:34:32    
د جاپان بېلابېلې خواوې د دېموکراتيکې کوريا له خوا د ذروی تاسيساتو ليست وړاندی کولو ته پاملرنه کوي

cri

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، دېموکراتيکې کوريا د روانې مياشتې په ٢٦ نېټه د کوريا ټاپووزمې د ذروی مسئلې په اړه د شپږاړخيزو خبرو اترو مشر هيواد چين ته د خپلو ذروی تاسيساتو ليست وړاندی کړ. د امريکا ولسمشر جورج بوش په همدې ورځ اعلان وکړ چې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکو هيوادونو له ليست څخه يی دغه هيواد ليری کړی او د دښمن هېواد په توګه د دېموکراتيکې کوريا په مقابل کې د سوداګرۍ قانون پلی کول هم پای ته رسوی.

د جاپان لومړی وزير ياسو فوکودا د روانې مياشتې په ٢٦ نېټه وويل چې د جاپان د يرغملو پېښې د حل لپاره له نوی پرمختګ مخکی د امريکا له دغې پريکړې سره مخالفت کوي. خو هغه وويل چې د ده هېواد هم بايد اوس له امريکا سره يو شان ګام پورته کړي.

د دې ترڅنګ د جاپان خبری رسنۍ هم د کوريا ټاپووزمې د ذروی مسئلې بهير ته پاملرنه کوي او دغه ځل د دېموکراتيکې کوريا د يادو شويو عملياتو په اړه شک هم لري.