
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی د اتو سترو صنعتی هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د جون په ٢٧ نېټه د جاپان په لازمينه کيوتو کې پای ته ورسيده.په همدی ورځ د دغې غونډې په اعلاميه کې د دغه هېواد له خوا د ذروی تاسيساتو د وړاندی شوی ليست په اړه خوښی څرګنده شوې او غوښتنه شوې چې ديموکراتيکه کوريا ژر تر ژره له ذروی وسلو څخه د کوريا ټاپووزمه پاکه کړي.
په اعلاميه کې ويل شوی چې اته ستر صنعتی هېوادونه د ديموکراتيکې کوريا له خوا له ذروی وسلو څخه د پوره لاس اخيستلو په لور د لومړی ګام هر کلی کوي.دوی به د کوريا ټاپووزمی د ذروی مسئلې په هکله د شپږ اړخيزو خبرو اترو بهير ملاتړ ته دوام ور کړي.
عکس: ديموکراتيکی کوريا د اتومی بټۍ څلی ونړاوه