د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د مطبوعاتې دفتر د خبر له مخې، د جون د اووه ويشتمې نېټې تر دوولسو بجو پوری د چين په سه چوان ولايت کې د مړو شويو کسانو شمېر نهه شپېته زره او يو سل او شپږ اتيا تنو ته رسېدلی دی. دری سوه او څلور اويا زره او يو سل او څلور اويا تنه ټپيان شوی او اتلس زره او څلور سوه او اوه پنځوس تنه لا تر اوسه ورک دي.
د جون د اوه ويشتمې نېټې تر دوولسو بجو پوری چين د څلور پنځوس مليارډ او سل مليون يوانو په ارزښت د کورنيو او بهرنيو بېلا بېلو برخو مالي مرستې تر لاسه کړې چې تر اوسه يې د نولس مليارډ او سل مليون يوانو په ارزښت مالي مرستې زلزله ځپلو سيمو ته ليږلی دي.