د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په تبت کې د سيلانۍ چارو له بيا پيل کېدو وروسته د سيلانۍ لومړی امريکايی ډله د جون د شپږويشتمې نېټې په شپه لا سا ښار ته ورسيدله. دوی د جون په اووه ويشتمه نېټه د لا سا ښار له مشهورو معبدونو او د زړې ښاري سيمې له سړکونو څخه ليدنه وکړه.
د تبت سيلانۍ ادارې په وينا، دغه امريکايی ډله له اته ويشت تنه زړو کسانو څخه جوړه شوې چې د زياتره عمرونه يې له شپېتو کلنونو څخه اوښتي دي. دوی به د روانې مياشتې په نهه ويشتمه نېټه له تبت څخه وخوځېږي او بيا به د دريو تنګيو سيمې ته ولاړ شي.