د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د نړېوالې راډيو د 2008 کال د بيجينګ اولمپيک لوبو په نامه د ګردې کرې په معلوماتي سيالۍ کې د ځانګړي جايزې ګټونکو ته د جايزې ورکولو غونډه د روانې مياشتې په اووه ويشتمه نيټه په بيجينګ کې ترسره شوه ، دچين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال او د بيجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کميټې مرستيالې ميرمن چن جي لي په نوموړي غونډه کې ګډون وکړ او ځانګړي جايزه ګټونکيو ته يې جايزې ورکړې ٠ د چين د نړېوالې راډيو مشر ښاغلي وانګ ګن نيان په غونډه کې وويل د بيجينګ اولمپيک لوبې به ژر په بيجينګ کې ترسره شي ، زمونږ راډيو به د دغو لوبو په اړه د خپرونې لپاره ځانګړې خبري ډله جوړه کړې اواوس يې د خبرونو او راپورونو د خپرولو په اړه ځانګړي پلان طرحه کړی دی ٠