
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د تايلند پارلمان د استازيو جرګې د جون په اووه ويشتمه نېټه سهار د مخالف ديموکراتيک ګوند له خوا د صدراعظم ساماک سونداراويج او د کابينې له نورو اوو غړيو څخه د باور رايې اخيستلو په اړه وړانديز رد کړ.
څلور سوه او دوه څلويښت تنه پارلماني غړيو په اړونده رايی ورکونه کې ګډون وکړ. صدراعظم ساماک د دوه سوه او اتيا اعتبار رايو په تر لاسه کولو سره له رايې ور کونې څخه بريالی راووت.