د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ماليې وزارت خبر ورکړ چې د جون د اته ويشتمې نېټې تر ١٢ بجو پوری د چين د بېلا بېلو کچو ولايتونو له زلزلې څخه د ژغورنې په کارونو کې ٥٤ مليارد او ٧٠٠ مليون يوانه لګولي دي.
د چين د ملکي چارو وزارت د شمېرنې له مخې، د جون د اته ويشتمې نېتې تر ١٢ بجو پوری د چين په دننه او له بهر څخه د٥٤ مليارد او٢٠٠ مليون يوانو په ارزښت بسپنې راغونډې شوي او د ١٩ مليارد او١٠٠ مليون يوانو په ارزښت بسپنه ناورين ځپلو سيمو ته لېږل شوې ده.