د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د امريکا د کارګرانو د اداری مشری ايلاين چاو د جون په ٢٧ نېټه له غرمې وروسته په واشنګټن کې له چيني خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کې په فعاله توګه د امريکا او چين ترمنځ د اړيکيو د پرمختګ لپاره د ستراتيژيکو اقتصادي خبرو اترو د رول ستاينه وکړه.
ايلاين چاو وويل د ستراتيژيکو اقتصادي خبرو اترو نظام د امريکا او چين لپاره ډېر مهم دی چې له امله يې د امريکا او چين ترمنځ اړيکي په فعاله توګه پرمختګ کوي. د ستراتيژيکو اقتصادي خبرو اترو له لاری چين او امريکا د خپلمنځي او نړيوالو اقتصادي مسئلو د حل و فصل په بهير کې برياليتوبونه تر لاسه کړی دی. دی زياته کړه چې راتلونکی ستراتيژيکی اقتصادي خبرې اترې به د روان کال په ديسمبر کې تر سره شي.