د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د خلکو ورځپاڼې د جون په اوويشتمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره د دالای لاما پر هغې وينا نيوکه کړې چې په تبت کې يې د ايکلوژيکی چاپيريال د خرابيدو تش په نامه خبرې کړې دي.
په ليکنه کې ويل شوی چې د تبت پرمختيايي چارې د چاپيريال ساتنې پر بنسټ په برابره توګه د سرچينو په کارولو سره تر سره شوی دی. خو دالای لاما ويلي دغو چارو د تبت ايکلوژيکی چاپيريال خراب کړی او د تبت طبيعی سرچينې زيانمنې شوي. د دغې وينا له مخې تبت بايد په اصلی بڼې وساتل شي چې ټولنې په دواملرونکی توګه وروستته پاتی وي او د وګړيو ژوند بی وزلی وي.
په ليکنه کې ويل شوی چې د چين حکومت په تبت کې د چاپيريال ساتنې ته په درنه سترګه ګوري. اوس د تبت د چاپيريال ساتنې سيمه د ټول تبت يو په درېيمه برخه نيسي. د چين حکومت د چينګ های او تبت د اوسپنيزې لارې په اوږدو کې د چاپيريال ساتنې په چارو کې يو مليارډ او پنځه سوه او څلويښت مليون يوانه لګولي او په تبت کې به د چاپيريال ساتنې په اړه په يو سل او شپيته پروګرامونو کې نور دوه ويشت مليارډ يوانه ولګوي.