د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د هانکانګ ځانګړې ادارې مشر ځن ين چيوان او د مکاوځانګړې ادارې مشر هه هو هوا د جون په اووه ويشتمه نېټه په جلا جلا توګه د هانکانګ او مکاو پلاويو په مشرۍ د سه چوان ولايت مرکز چېنګ دو ښار ته ورسېدل چې د سه چوان له زلزله ځپلو سيمو څخه يې پر خپلو ليدنو پيل وکړ.
نوموړي به له ناورين ځپلو سيمو څخه د ليدنې په ترڅ کې د سه چوان ولايت له مشرانو او اړوندو ارګانونو سره خبرې اترې وکړي او د ناورين ځپلو سيمو په بيا أبادۍ کې به د دغو دوو سيمو د ګډون په اړه بحث وکړي.