<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-29 18:25:51    
د جو چنګ لونګ له خوا جوړ شوی نغمی

cri

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د چين د مشهور نغمه جوړونکی جو چنګ لونګ له خوا جوړ شوی يو لړ نغمی وړاندی کړو. لومړی به موږ په ګډه دده له خوا يوه جوړه شوی نغمه واورو چې نوم يې دی واورين نيلوفر. واورين نيلوفر د چين په شمال لويديځه سيمه کې موجود دی .

( نغمه ١)

ښاغلی جو چنګ لونګ د نغمې د جوړولو په برخه کې نه ستومانه کيدونکی کوښښ کوي چې د نوی چيني موسيقی د جوړولو په لار کې نوی سبک رامنځته کړی. له څو کلونو راهيسی جو چنګ لونګ څه نا څه ٥٠٠ ډول ډول سندری جوړ کړی چې په کې زيات شمېر د پروګرامونو د سندرو په توګه ټاکل شوی دی. دده له خوا د تايوان په اړه يو لړ سندری او د غرونو او ځنګلونو په نامه سندره څو څو ځله د چين د موسيقی په بېلا بېلو سياليو کې جايزی تر لاسه کړی او زيات شمېر اورېدونکي يې ورجلب کړی دی.

جو چنګ لونګ څو ځله د چين د بېلا بېلو ځايونو د ملی لږکيو وګړيو هستوګنځيو ته ولاړ او په وار سره يې يو لړ ولسي سندری جوړ کړی. بر سيره پر دی هغه د چين د ملي سبک پر بنسټ د ثبتولو د نوی تخنيک له لاری څو البومونه جوړ کړی چې دده ځانګړی سبک څرګندېږي.

تر اوسه پوری په صحرا کې د لمر په نامه البوم د جو چنګ لونګ وروستۍ البوم دی چې هغه په لويديځه سيمه کې د نغمو له راغونډولو وروسته جوړ کړی او په کې ٨ مغمی شته.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جو چنګ لونګ له خوا يوه جوړه شوی نغمه واورو چې نوم يې دی منی.

ګرانو اورېدونکو، د جو چنګ لونګ له خوا د يو لړ نغمو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!