د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين په شمال لوېديځ کې د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال د لومړۍ ورځې لېږدونه د جون په نهه ويشتمه نېټه پای ته ورسېده.
جونګ وې ښار د دغې لېږدونې د پيل ځای و. په دغه ښار کې د مشال لېږدونې اوږدوالی اووه لس اعشاريه شپږ نوی کيلومترو ته ورسېد او دوه سوه او اته لېږدونکيو په پکې ګډون وکړ.
ټولو لېږدونکيو او اړوندو کارکوونکيو د دغه فعاليت له پيل مخکې د سه چوان ولايت په سخته زلزله کې له مړه شويو کسانو د خواخوږۍ د څرګندولو په موخه د يوې دقيقې لپاره چوپتيا غوره کړه.