د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د بهرنيو چارو وزير احمد ابول کيت د جون په اته ويشتمه نېټه په شرم الشيخ کې وويل د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي به د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې راغونډ شي او دغه لوبې به د سولې او نړيوالې مينې د لمانځلو لپاره يو ښه فرصت وي.
نوموړي وويل سوله او نړيواله مينه د اولمپيک لوبو د روحيې له مخې رامنځته کېږي. چين يو ستر هېواد دی. مصر له دې څخه ډېر خوښ دی چې دغه لوبې به په بېجينګ کې تر سره شي. دا د نړۍ او چين لپاره ډېر اهميت لري.