د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسرائيلو د دفاعي چارو مرستيال ماتان ويلناي د جون په اته ويشتمه نېټه وويل اسرائيل به د جون په نهه ويشتمه نېټه له غزې سره د مالونو لېږدونې غاړه بيا پرانيزي.
د خبر له مخې، اتيا مال وړونکيو لاريو ته به د جون په نهه ويشتمه نېټه د اسرائيلو له خوا اجازه ورکړل شي چې غزې ته ننوځي.
د جهاد ډلې وياند خالد البتج د جون په اته ويشتمه نېټه وويل دغه ډله به له اسرائيلو سره پر لاسليک شوی اوربند تېری ونه کړي. خو که اسرائيل په پرله پسی توګه له غزې سره د مالونو لېږدونې غاړه بنده کړي او د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړي، دغه ډله به د عکس العمل ښودلو حق وساتي.
د فلسطين د ملی واکمنی ادارې د بهرنيوچارو وزير رياض الملخی د جون په اته ويشتمه نېټه هيله څرګنده کړه چې د اسرائيلو او د فلسطين له وسله والو ډلو ترمنځ د اوربند تړون په غزه سيمه کې وساتي او د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې هم اوربند تر سره شي.