<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-29 20:12:36    
کوندوليزا رائيس له زلزلې سره د مقابلې لپاره د چين د حکومت او وګړيو د کوششونو لوړه ستاينه وکړه

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کوندوليزا رائيس د جون په نهه ويشتمه نېټه د سه چوان ولايت له زلزله ځپلو سيمو څخه خپله ليدنه پای ته ورسوله او د الوتکې په وسيلې بېجينګ ته وخوځېده. کوندوليزا رائيس له زلزلې سره د مقابلې په برخه کې د چين د حکومت او وګړيو د کوششونو لوړه ستاينه وکړه.

رائيس په څلور ساعته ليدنه کې له زلزله ځپلو وګړيو او طبي کارکوونکيو سره خبرې اترې وکړې. په ناورين ځپلو سيمو کې يې ماشومانو ته د کتابونه بسپنه هم وکړه.

په يوه خبرې غونډه کې يې وويل د چين په زلزله ځپلو سيمو کې د عادی ژوند او توليدي چارو د اعاده کېدو او د دغو سيمو د بيا أبادۍ سرعت ډېر چټک دی او له دې څخه يې د چينايانو ستره روحيه کتلې ده.