<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-08-14 15:35:23    
نړيوالې ټولنې د لبنان په شمالي ښار کې د چاودنې غندنه وکړه

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روانې مياشتې په ١٣نېټه د لبنان په شمالي ښار طرابلس کې يوې چاودنې د ١٠ پوځيانو په شمول لږ تر لږه ١٧ تنه وژلي او څه باندې ٤٠ نور ټپيان شوي دي.

د لبنان ولسمشرميسل سيلمان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويل چی د لبنان حکومت د ترهګرو بريدونو ته سر نه ټيټوي او دغه چاودنه د حکومت پر عادې کارونو باندې اغېز نه لري. د لبنان صدراعظم فواد سينيوره او د پارلمان مشر نابيح باري د لبنان له وګړيو څخه غوښتنه وکړه چی د ترهګری د مخنيوی لپاره بايد ګډه هڅه وکړي.

برسيره پردې ،د م م د امنيت شورا، د عربی هېوادونو د اتحادې له مشر عمر موسی، د سوريې له ولسمشر بشرالاسه او هم اورپايي ټولنې پر دغه چاودنې سخت انتقاد وکړ.