<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-12-06 18:09:12    
د چين پيژندونکي زوي

cri
درنو اورېدونيکو نېکې هيلې او سلامونه، خدای وکړي چې د مني په دې سړو شپو ورځو کې له مينې څخه ډک او تود چاپيريال ولرئ ، خوښ يم چې نن يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو چوپړ ته حاضرشوی یم ، هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره مله پاتې شئ .

درنو دوستانو په دې اونۍ کې به د هغه يو تن روسي په هکله تاسو ته معلومات وړاندې کړم ، چې د ژوند زياته برخه يې د چين او چين پيژندنې په برخه کې تېره کړې ده .

له چين سره د ايګور روګاچيف اړيکې نولس سوه او شلم ميلادي کال ته ګرځي ، کله چې د هغه پلار الکسي روګاچيف په ختيځ کې د تاليور کمونستي پوهنتون ته د زده کړو لپاره راغی ، چې د لېرې ختيځ پوهنتون په نوم هم پيژندل کيږي .

الکسي چې له ١٨٨٤ څخه تر ١٩٥١ ميلادي کلونو پورې ژوند وکړ ، هغه مهال يې د ميخايل مارکويچ لپاره د ژباړې خدمت تر سره کاوه او هم يې د داکتر سن يت د سلاکار دنده پر غاړه درلوده . الکسي د ١٩٢٦ څخه تر ١٩٢٨ کلونو په موده کې د شمالي پلاوي يا هئيت سره يوځای شو ، چې بيا يې په چين کې د انقلابي فعاليتونو دنده پر غاړه درلوده . تر فراغت وروسته يې د شينجيانګ په مرکز ارومچي کې د پخواني شوروري اتحاد د جنرال قونسل سره شپږ کاله دنده ترسره کړه .

کله چې د الکسي زوی ، ايګور په ١٩٣٢ کال کې وږېد ، يوه مياشت وروسته يې مور هغه له ځان سره ارومچي ته راوست چې له خپلې ټولې کورنۍ سره يو ځای شي . هغه وخت چې ايګور څلور کلن و نو پلار ته يې د پخواني شوروي اتحاد د چارواکيو لخوا يو پيغام واستول شو چې پکې ليکل شوي و چې د هيلونګ جيانک ولايت په هاربين ښار کې د جنرال قونسل په توګه ټاکل شوی ، نو ايګور هم تر ١٩٣٩ کال پورې له خپل مور او پلار او کشرې خور سره يو ځای سره هلته اوسېده . په دغه کال کې د ايګور پلار الکسي بېرته مسکو ته ستون شو ، او د لومونوسوف په پوهتنون کې يې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه .

يو څلويښت کلن الکسي د ښوونې پر مهال د خپل ژوند زياته برخه د چينايي ژبې په ښوونه ، څيړنې ، ژباړې او زياتو ځوانو چين پيژندوکيو ته په سلا مشورو تېر ه کړه .

هغه دغه راز ځينې چيني مشهورې ادبي ژباړې هم کړي دي ، د بېلګې په توګه ، له ځمکې څخه ياغي چې د شي ني ان ، لويديځ ته سفر چې د وچنګ ين ، ښې هيلې چې د لو شيون لخوا ليکل شوی او ځينې نورې ژباړنې هم کړې دي .

پر الکسي دا باور دی چې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال لومړنۍ کس و ،چې له ځمکې څخه ياغي او لويديځ ته سفر کتابونه يې له کلاسيکو يا پخوانيو چيني ادبياتو څخه په روانه ژبه ژباړلي ، او د هغه نوموړې ژباړې د ځايي لوستونکيو په ستاينې سره د ډېرې لوړې جايزې ګټونکې شوې .

د الکسي زوی ، ايګور پخپله کورنۍ کې دا يو دود ګرځولی چې له چيني ژبې سره ځانګړې مينه او علاقه ښيي، او چين ته يې زيات پام اړولی دی . د ١٩٥٠ کال په لومړنيو کې هغه مهال چې د چين او روسيې تر منځ ديپلوماتيکې اړيکې ډېرې نيکمرغه وې په کيوتف پوهنتون کې يې د چيني ژبې زده کړه وکړه ، هغه د خپلې دندې او چيني مطلبونو د ژباړې پر مهال زيات چيني ملګري پيدا کړل ، په ځانګړې توګه د واليبال او باسکتبال له لوبغاړيو سره يې زياته ملګرتيا شوه .

ايګور په ١٩٥٦ کال کې کله چې له کيوتف پوهنتون څخه فارغ شو او د چين د عامې روغتيا په وزارت کې يې د ژباړونکي او ترجمان دنده پر غاړه واخيسته . هغه په ١٩٥٧ او ١٩٥٨ کلونو کې د خپلې اساسي دندې تر څنګ د فريندلي په نامه روسي ورځپاڼې سره هم همکاري درلوده .خو دغه کار يې وروسته تر هغه چې په چين کې يې د روسيې له سفارت سره کار پيل وکړ دومره دوام ونه موند .

ايګور په ١٩٩٢ کال کې د روسيې د فدراتيف جمهوريت د هغه مهال د جمهور رييس بوريس يالتسين لخوا د چين په ملي ولسي جمهوريت کې د وزير مختار سفير په توګه وټاکل شو، او هغه په دغه څوکۍ کې د ديارلسو پرله پسې کلونو لپاره کار وکړ . د هغه د کار په موده کې د چين او روسيې تر منځ اړيکيو چټک پرمختګ وکړ ، او په پايله کې د دواړو هېوادونو مشران پر دې سره سلا شول چې په پوره او بشپړه توګه د نظريو تبادله سره وکړي .

١٩٩٦ کال د چين او روسيې تر منځ د ستراتيژيکو اړيکيو د ټينګولو شاهد و ، او د چين د هغه مهال د بهرنيو چارو وزارت د ايګور د کړيو کارونو ډېره ستاينه وکړه او د چين او روسيې تر منځ د ستراتيژيکو اړيکيو په ټينګولو کې يې د هغه رول د پام وړ وباله .

د بهرنيان په چين پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو د ايګور کيسه لا هم پاتې ده که خدای کول نو په راتلونکي پروګرام کې به يې درته وړاندې کړم . د اوس لپاره درڅخه اجازه غواړم خوښ او سوکاله اوسئ .