<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2009-05-11 16:35:14    
ښکلی منظرې او له باور نه ډک کوربانه

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! سه چوان ولايت چې د چين د جنوب لويديځ په برخه کې پروت دی، د سيلانی شتمنې سرچينې لري. هرکال ګڼ شمير سيلانيان دغه ځای ته سفر کوي. خو د تير کال د مې مياشتې په ١٢ نيټه د لويې زلزلې له پيښيدو وروسته د دغه ولايت د سيلانی لګښت تر ډيرې اندازې پوری ټيټ شوی دی . دغه راز د دغه ولايت د سيلانی لګښت د کموالي له امله زيانونه ٦٠ مليارد يوانو ته رسيدلی دی. د يو کال له کوشش وروسته اوس د سه چوان ولايت يو ځل بيا تروتازه شوی دی.

يو جاپانی چې يوشي اوتانی نوميږی، څو ځله چين ته سفرونه کړي دي. د يادې شوې زلزلې له پېښيدو وروسته ښاغلی يوشي اوتاني يو ځل بيا دوو جيانګ يان سيمې ته راغلی و چې دغې زلزلې ډيره ځپلی سيمه وه. نن ورځ هغه ليدل چې د دغه ځای منظرې يو ځل بيا تروتازه شوې دي او ډير خوشحاله دی. هغه وويل:

زه د چين له تاريخ سره ډيره مينه لرم او د ماشومتوب په وخت کې مې ډير اړوند کتابونه کتلي دي. دغه سفر چين ته زما شپږم سفر دی. هر ځل زه په چين کې دری يا څلور اوونۍ پاتی کيږم. په جاپان کې د سيلانۍ شرکت ما ته وويل چې د دغه ځای حالت ښه دی نو زه په خوشحالۍ سره دلته راغلی يم.

د دوو جيانګ يان په سيمه کې همداسی سيلانيان ډير ليدل کيږی . دوی غواړی پخپله وګوري چې له زلزلې وروسته د دغه ځای حالت څنګه دی؟ ځکه چې د دوو جيانګ يان سيمه د اينګ شيو له علاقه داری څخه ليری نه ده او په نوموړې زلزله کې ډيره ځپل شوې وه . د تير کال تر سپتمبر پوری دغه ځای يو ځل بيا سيلانيانو ته ورخلاص شوی دی. د دغې سيمې د سيلانۍ چارو د ادارې يو چارواکی جانګ جونګ شنګ وويل چې اوس هره ورځ شاوخوا شپږ زره تنه سيلانيان له دغه ځای څخه ليدنه کوي.

له ٢٠٠٩ کال راهيسی د اړوندې شميرنې له مخې د سيلانيانو شمير او عايدات د ٢٠٠٨ کال په شان دی. موږ باور لرو چې په روان کال کې د دغې سيمې د سيلانی چارې په ٢٠٠٧ کال کې سويې ته ورسيږی.

د دغې سيمې د بياسمسورولو لپاره د سه چوان ولايت بېلابېلو ځايونو لادمخه د زيانمنو شويو تاسيساتو او سړکونو په بيا ترميمولو پيل کړی دی. له المان څخه راغلی سيلانی ښاغلی ماتياس وويل :

ما د دغې سيمې د زلزلې په اړه ډير عکسونه کتلي وو خو اوس په دغه ځای کې د زلزلې پاتی نښې عمومأ نه شم کتلی. د بيارغونې بهير يی ډير چټک دی.

د دووجيانګ يان سيمې نه پرته د جيوجای ګو سيمه چې په چين کې د سيلانۍ يوه ډيره په زړه پوری سيمه ده، ژر عادی شوې ده. د ابا په نوم د تبت او جيانګ قومونو د خپلواک ښار د مشر مرستيال شياو يوو څای وويل چې که څه هم په جيو جای ګو سيمه کې بنسټيز تاسيسات نه دی زيانمن شوي خو دغې سيمې ته سړکونه عمومأ ويجاړ شوي وو.

اوس موږ تدبيرونه نيولي دي چې لومړی، ژر ترژره له شمال لويديځې سيمې نه تر دغه ځای پوری لارې پرانيستل شي . دوهم، د ملکی الوتنې ملی ادارې ته وړانديز کړی چې له بيجينګ، شانګ های ، شن چن او ګوانګ جو نه تر دغه ځای پوری هوايی لار پرانيستل شي. دغه راز د سيلانيانو شمير به ډير زيات شي.

د ده په قول تر اوسه پوری هره ورځ شاوخوا ٣٨٠٠ تنه سيلانيان دغه ځای ته سفر کوي.

ګرانو دوستانو! د سه چوان د خلکو د بيارغونې اراده ډيره ټينګه ده او د سيلانيانو باور هم پياوړی کوي. د دغه ځای د سيلانی بازار ګام په ګام يو ځل بيا سمسوريږی. دغه ځای به په نورې هم ښکلی خندا سره د نړۍ د بېلابېلو ځايونو د سيلانيانو هرکلی کوي!

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!