<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2009-05-11 16:37:03    
ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم

cri
د هرې ورځې له غرمې وروسته سپين ږيری دونګ جن جي چې د سه چوان ولايت د دو جيانګ يان ښار د شيانګ ای علاقه دارۍ په چي پان کلي کې اوسېږي، د خپلې مرغۍ په راوړلو سره په نوي جوړ شوي کلي کې چکر وهي. هغه له دې امله د زړه له کومې ډېر خوشحاله دی چې په خپل کلي کې زيات شمېر نوې ودانۍ او ښکلي کورونه جوړ شوي دي. د ده کور د تېر کال د مۍ په دوولسمه نېټه د سترې زلزلې له امله ټول ويجاړ شوی وو، خو له نيکمرغه د ده کورنۍ غړي مړه او ټپيان نه شول. د ده په کلي کې د نورو کسانو ټول کورونه په نوموړې زلزله کې پر کنډوالو بدل شول. تر دې وروسته د ځايي حکومت په مرسته د سپين ږيري دونګ او د ده کورنۍ په شمول نهه تنه غړي يو لنډ مهالي کور ته ولېږدول او د يوې لنډې مودې لپاره هلته اوسېدل.د سترې زلزلې له پېښې نيم کال وروسته دوی په ډېرې خوشحالۍ سره په يوه نوې جوړه شوې ودانۍ کې خپل نوی کور جوړ کړی دی. سپين ږيري دونګ په خوښۍ سره خبريالانو ته وويل زما نوی کور د حکومت له خوا طرحه، جوړ او ويشل شوی دی چې د کورنۍ هر تن پنځه دېرش متره مربع تر لاسه کولای شي. د ده کورنۍ نهه تنه غړي لري، نو ځکه يې يو لوی کور تر لاسه کړ. دی وايي:
زه ډېر خوشحاله يم چې تر اوسه په دغه شان ښکلي کور کې نه يم اوسېدلی. که څه هم زما پخوانی کور هم ډېر ښه و، خو د نوي کور په پرتله دومره ښه نه وو. په نوي کور کې د اوبو، برېښنا او طبيعی ګازو اړوند سامان الاتو په ټولو سمبال شوی دی.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د سپين ږيري دونګ کور بيخي وړيا دی. لامل يې دا دی چې ځايي حکومت د ملي مرستو، ټولنيزې بسپنې او پانګونې له لارې د نويو کورونو د جوړولو لګښت پيدا کوي چې له مخې يې ټولو کليوالو ته په وړيا توګه توګه نوي کورونه ورکړي او په نوي ژوند يې په نوي کور کې په ډېرې خوښۍ پيل کړی دی.
له چي پان کلي نه په لس ګونو کيلومترۍ کې د شه فان ښار د لوه شوی علاقه دارۍ اوسېدونکی سپين ږيری جاو ژو ده هم څو مياشتې وړاندې په خوشحالۍ سره نوي کور ته لېږدېدلی دی. د سپين ږيري جاو نوی کور له سپين ږيري دونګ سره توپير لري چې يو لوی يو پوړيز کور دی. د نويو جوړو شويو کورونو په دغه سيمه کې هر کور يو کوچنی انګړ لري چې په لرګيو چاپېره شوی دی. سپين ږيري جاو ژو ده خبريالانو ته وويل چې که څه هم له يو کال په دې خوا کله کله د زلزلې ټکانونه احساسېږي، خو دی په نوي کور کې د اوسېدو له امله ډېر ښه احساس کوم.
زما نوی کور له زلزلې سره د مقابلې په برخه کې له اړوندو ملي قواعدو او معيارونو سره سم طرحه او جوړ شوی دی، نو دا ډېر ښه او کلک کور دی. زما پخوانی کور ما پخپله جوړ کړی او ډېر زوړ شوی وو او په زلزله کې وران شو. زه او زما کورنۍ اوس په نوي کور کې ډېره ښه استوګنه لرو.
نوموړي دا هم وويل چې د دوی کورونه د ځايي حکومت له خوا جوړ شوي او په ډېرې ټيټې بيې يې پر زلزله ځپلو وګړيو خرڅ کړل. د سپين ږيري جاو د نوي کور بيه نژدې شپېته زره يوانه ده چې د دوی لپاره دومره قيمتي نه ده. ده لږ څه ذېرمه شوې پيسې درلودې او همدارنګه يې له بانکه په ټيټې ګټې لږ څه پور واخيست او د ملي مرستو له تر لاسه کولو وروسته يې نوی کور تر لاسه کړ. نوي کور ته له لېږدېدلو وروسته يو شمېر نوي فرنيچرونه او دوه رنګين ټلويزيونونه واخيستل او و يې غوښتل چې په راتلونکي کې خپل نوی کور ښکلی کړي او په کې ښه ژوند وکړي.
په لوه شوی علاقه دارۍ کې د بيا رغونې چارو دفتر مشر ښاغلي جانګ هوا فنګ د سي ار ای خبريال ته وويل دا په زلزله ځپلو سيمو کې ډېر ليدل کېږي چې د حکومت، زلزله ځپلو وګړيو او بانک په ګډو پانګونو سره نوي کورونه جوړېږي.
د کورونو د جوړولو د لګښت په برخه کې عام وګړي ډېرې لږ پيسې ورکوي چې په عمده توګه يې له لاندنيو څو برخو څخه جوړېږي: لومړی، حکومت هرې کورنۍ ته د شل زره يوانو په ارزښت مرسته برابروي. دوهم، بانک هرې کورنۍ ته له شل زره يوانو نه کم پور ورکوي. درېيم، هره کورني يوازې د نوي کور اخيستلو لپاره نژدې شل زره يوانه ورکوي.
له يو کال راهيسې، په زلزله ځپلو سيمو کې د بيا رغونې چارو په چټک پرمختګ سره مخ په زياتېدونکي زلزله ځپلي وګړي نويو کورونو ته انتقال کوي. د سه چوان ولايت د ساختماني چارو ادارې د تازه شمېرنې له مخې، تر اوسه پورې په سلو کې اته نوي برخو کليوالو اوسېدونکو د نويو کورونو پروژې پيل شوې او د روان کال په پای کې به بشپړې شي. برسېره پر دې، په ښارونو او علاقه داريو کې د ويجاړو شويو کورونو په منځ کې د نيمې برخې د ترميمولو چارې اوس بشپړې شوي دي. ښايي په راتلونکي کال کې په ټولو زلزله ځپلو ښارونو او علاقه داريو کې د ودانيو د بيا جوړونې پروژې ټولې بشپړې شي.
له سترې زلزلې وروسته حکومت نه يوازې وګړيو ته ډاډمن او نوي کورونه، بلکې هم دوی ته زيات کاري فرصتونه برابروي. ساختماني کارکوونکي فانګ شو تر زلزلې وروسته د حکومت په مرسته يو ثابت کار پيدا کړ او عايدات يې هم لوړ شوي دي. دی وايي:
له زلزلې وروسته زما تنخوا زياته شوې ده. اوس زه هره مياشت څه دپاسه دوه زره يوانه تر لاسه کولای شم، خو پخوا يوازې نژدې يو زر يوانه وو. زما په شان د زياتو وګړيو عايدات لوړ شوی دی، نو ويلی شو چې حکومت موږ ته په دې برخه کې زياتې مرستې کړې دي.
د هغه له قوله، پر دې برسېره حکومت هم د نورو ځايونو له تصديو څخه غوښتنه کوي چې په زلزله ځپلو سيمو کې کارګران پيدا کړي او د کارګرانو د ګمارلو غوښتنه او معيارونه ټيټ کړي. نوموړي زياته کړه چې د ده زوی د زلزلې د پېښېدو په همدغه وخت کې زېږېدلی او اوس نژدې يو کلن دی. نو ځکه هغه هره ورځ د زياتو پيسو د تر لاسه کولو په موخه کوښښ کوي چې له مخې به يې خپل اولاد په راتلونکي کې ښه ژوند او زده کړې وکړي.
د کارګر فانګ شو په شان، له زلزلې ورسته بيا رغونې هم د پنګ جو ښار د بای لو علاقه دارۍ اوسېدونکې مېرمن لي تيان يو ته فرصت ورکړی دی. د دې کوچنی ساختماني دوکان کار و بار د بيا جوړونې له امله په چټکتيا سره ډېر غښتلی شوی. دې په خوښۍ سره وويل
خلک د کورونو د ترميمولو يا بيا جوړولو لپاره د کاشي او سمينټ په شمول ساختماني شيانو ته اړتيا لري. نو ځکه زه په دې اړه هره ورځ ډېره زياته سوداګري کوم.
د مېرمن لي تيان يو مېړه ښاغلی جو مو جاو په يو ځايي روغتون کې د ساري ناروغيو د مخنيوي يو ډاکتر دی. تر زلزلې وروسته دی تل خپلې دندې تر هر څه ډېر ارزښت ورکوي. د ده او ټولو ډاکترانو په ګډو کوښښونو سره تر زلزلې وروسته د دوي په علاقه دارۍ کې هېڅ ساري ناروغي نه ده رامنځته شوې. اوس مهال هغه د پخوا په شان هره ورځ روغتون ته ځي او کار کوي.
سترې زلزلې وګړيو په تېره بيا ماشومانو ته ډېر زيات زيانونه رسولي دي. د دوی زړونه ډېر کمزوري. له دې امله يې بدن وده کمزورې او دا به ډېر وخت غواړي چې ماشومان د سترې زلزلې له منفي سيوري نه ووځي. نو ځکه د دوي د رواني روغتيا لپاره د زلزله ځپلو سيمو په هر بيا جوړونکي ښوونځي کې د رواني ستونزو يوه سلامشورتي خونه جوړه شوې ده. د دې تر څنګ په ځينو ښوونځيو کې د موسيقۍ او نڅاوو په شمول رنګا رنګ درسونه زده کوونکيو ته وړاندې کېږي. حتی له زلزلې وروسته ځينو هېوادونو زلزله ځپلو ماشومانو ته بلنه ورکړه چې د رواني روغتيا د اعاده کولو لپاره د دوی هېوادونو ته سفرونه وکړي. د بې چوان ولسوالۍ د لې ګو علاقه دارۍ منځني ښوونځي څوارلس کلنه زده کوونکې پېغله دنګ لي د روان کال په پيل کې له نورو سلو زده کوونکيو سره يو ځای فليپين ته سفر کړی وو. که څه هم دغه لس ورځنی سفر ډېر لنډ و، خو د دغې نجلۍ پر زړه يې زياتې ژورې خاطرې پرې ايښی دی. دې وويل
تر ټولو ژوره خاطره دا ده چې هر فليپيني ما ته خندا کوله. د سفر په ترڅ کې مې کله کله د فليپينيانو خندا او تاوده هرکلي احساس کولو.
په چين کې د سه چوان ولايت وګړي د خپلې ټينګې ارادې او هڅې له امله زيات شهرت لري. که څه هم سترې زلزلې د دوی کورونه ويجاړ او وران کړي، خو پر روښانه راتلونکي او ښکلي ژوند يې د دوی ټينګ باور نه دی بدل کړی. ناورينونه تېر شوي، دوی اوس روښانه راتلونکې ته سترګې په لار دي. زموږ د نننۍ خپرونې راټول شوي مطالب همدومره وو، هيله منده يم چې خوښ شوي مو وي. زه سپوږمۍ په پای کې د سه چوان ولايت د وګړيو د روغتيا، برياليتوب او نيکمرغۍ غوښتونکې يم!