<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2009-05-14 21:28:11    
د يوې يتيمې نيکمرغ ژوند

cri
ګرانو اورېدونکو ، تير کال د مې په دوولسمه نېټه د چين په سه چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه چې له امله يې د سر او مال زيات تاوانونه رسېدلي دي . خو د چين حکومت او د بېلا بېلو ټولنو وګړيو په ډول ډول شکلونو زلزله ځپلو وګړيو سره مرستې کړي او هيله لری چې دوي ژر تر ژر د زلزلې له امله رامنځته شويو ستونزو او بدو اغيزو څخه ځان بچ کړي او په نوي عادي ژوند پيل وکړي . په تېره بيا له زلزله ځپلو وګړيو څخه هغو ماشومانو ته د ټولنې زياته پاملرنه وشوه چې په دغه سخت ناورين کې يتيمان پاتي شول . د پروګرام په دې لړ کې به د يوې يتيمې نجلۍ د ژوند په هکله څه نا څه معلومات واورئ.
( اواز )زما نوم سوځه دی او سږ کال ديارلس کلنه يمه . زه له لامبووهلو او پيانو سره ډېره مينه لرم ، دغه راز ډول ډول مېوې او پاندا هم زما خوښيږي.
دغه نجلۍ چې په انګريزي ژبه ځان معرفی کړ ، چينګ فان ژوي نوميږي او د سه چوان ولايت د دو جيانګ ين ښار د ګوانګ يا ښوونځي اووم ټولګي زده کوونکې ده . تېر کال د مې په دوولسمه نېټه د سختې زلزلې څو ساعته مخکې ددې پلار او مو هم د خپلې لور د کتنې لپاره ښوونځي ته تلل ، خو د خواشيني وړ خبره دا ده چې دغه کتنه ددوي ترمنځ اخري کتنه ده ځکه ددوي په سپرلۍ موټر کور ته د ستنېدو په لاره کې د يان شيو علاقه دارۍ ته نژدې له سختې زلزلې سره مخامخ شو او دوي هم ورک شول.
د زلزلې د پېښېدو په وخت کې نجلۍ چينګ فان ژوي او همټولګي يې د درس په حال کې ول چې دغه خاطره ددې په دماغ کې ډېره غمجنه او هم مبهمه هم ده .
د دغه غټ بريد له امله چې له سختې زلزلې سره مخامخه وه او خپل پلار او مور يې له لاسه ورکړ ، د نجلۍ چينګ فان ژوي ژوند بالکل تت شو ، نو هره ورځ به يې چوپه وه . په دې مهال کې ډيرو وګړيو ورسره ډېره همدردي څرګنده کړې او ور ته يې د مرستې لاسونه اوږد کړي دي . د دې د ښوونځي مشر چينګ ياو ګوانګ په لومړي وخت کې ژمنه کړې چې په وړيا ډول په ليليه کې د اوسيدو او زده کړو زمينه برابره کړي چې دغه ژمنه د نجلۍ چينګ د راتلونکي ژوند لپاره د اعتماد وړ تضمين بلل کېږي.
( اواز) له لومړۍ ښوونې څخه تر عالي ښوونې پورې ټول تعليمي لګښتونه وړيا دي او حتی جيب خرڅ هم د ښوونځي لخوا برابريږي . زما په اند زما دغه ژمنه ډېر پر وخت ده او د دې د راتلونکي ژوند لپاره ډېره ګټوره هم ده .
هغو خبريالانو چې د نجلۍ چينګ ښوونځي ته د مصاحبې لپاره تللي دي ، هم ور ته بسپې ورکړې او د راډيو او انترنيټ له لارې يې ددې د پلار او مور د لټون خبرپاڼې خپرې کړې دي څو چې د خپلو کوششونو له لارې نجلۍ چينګ ته احساساتي تسلی ورکړي .
خو متاسفانه د زياتو هڅو له لارې ددې پلار او مورلا تر اوسه نه دی موندل شوي چې په دې نسبت نجلۍ چينګ يتيمه شوه .د چين د ملکي چارو د وزارت د اړوندو مقرراتو له مخې حکومت هره مياشت د زلزلې له امله رامنځته شوي يتيم ته شپږ سوه يوانه د ژوند د ستونزو د حل لپاره ځانګړې نغدي مرسته ورکوي ، برسيره پردې ځايي ادارې هم اضافي مرسته ورسره کوي او تصدۍ او نور وګړي هم په ناټاکلې موده کې نجلۍ چينګ ته پيسې ورکوي ، نو د دې د ژوند په هکله هيڅ ستونزه نشته .
د يادونې وړ ده چې د ژوند ستونزې ليرې شويدي ، خو د يتيمانو رواني ټپي په اسانه توګه نه جوړيږي چې له امله يې د نجلۍ چينګ ښوونکي ، همټولګي او خپلوان په دې هڅه کې دي چې له مينې څخه په ډکو احساساتو ددې لپاره د ژوند غوره چاپيريال جوړ کړي څو چې دې له يوازيتوب څخه ځان وژغوري .د نجلۍ چينګ سرښوونکې خبريال ته وويل
( اواز) هغه هره ورځ له همټولګيو سره يو ځاي د خويندو په شان ډوډۍ خوري او اوسيږي . د رخصتۍ په ورځو کې د ځينو همټولګيو پلارونه يا ميندې ور ته بلنه ورکوي چې ددوی کورونو ته لاړشي . ددې ماما هم هره مياشت يو ځل نجلۍ چينګ خپل کور ته بوزي چې په پايله کې ددې روحيه ښه شوې او زړه يې خوشبين شوی دی.
ددې تر څنګ چې له څيرې څخه د ښادۍ رڼا ښکاره شوه ، استعدادونه يې هم څرګند شويدي. په انګريزي ژبه په وروستې ادبي سيالۍ کې نجلۍ چينګ لومړی درجه جايزه ترلاسه کړه . نن ورځ د نجلۍ چينګ د زلزلې له بدو خاطرو څخه ځان خلاص شوی او د خپل ارمان د ترسره کولو لپاره هاند او کوشش کوي
(اواز) زما ارمانونه ډېر دي ، غواړم يوه ډاکتره شم او يا د زلزلې يوه پوه .