د ژوند رمزونه (٢)

cri     (GMT+08:00) 2008-07-07 15:19:58

١. اغزي ايستلو په اړه ساده لاره

د اغزي ايستلو له دوو لارو چارو څخه يوه دا ده چې بايد لومړی د بدن هغه برخه چې اغزی پکې ننوتلی ، په تودو اوبو کې وساتئ او بيا په کاغذ د اغزي په دواړو خواوو پوستکو باندی ومښئی چې اغزی وايستل شی. دوهمه لاره يې دا ده چې لومړی به د اغزي په شاوخوا پوستکي باندي غوړي ومښئی چې پوستکو ته د ننوتلو له لارې اغزي نرم شی او بيا به په موچينک او يا په ستن وايستل شی.

٢. د ټوخي مخنيوي ښه لار

د ټوخي مخنيوي ښه لار دا ده چې لومړی په الکول سينه غوړه او چاپی کړئ چې توده شی ، بيا سمدلاسه يو ډول طبي موم پرې وموښئی چې سوړ شی چې په پايله کې يې ټوخی بند شی.

٣. د سر ګنګسۍ د ليری کولو لار

د سر ګنګسۍ د لرې کولو لپاره لومړی ګټوره او اغيزمنه لاره دا ده چې په کټ کې وغځيږئ او سترګې هم مه پټوئ ، څو شيبې وروسته به مو سرګنګسي نښه ښه شی. دوهمه اسانه طريقه دا ده چې په تودو اوبو کې څو دانې سره مرچ واچول شی او بيا دغه اوبه ورو ورو وڅښل شی چې په پايله کې به سرګنګسي کمه شی ځکه چې د سره مرچ اوبو په خوړلو سره د هغې وينې تودوخه لوړېږي چې دماغ ته بهيږي . که سره مرچ نه وی ، کېدای شی چې په يو أرام ځای کې کيني او ګريوان خلاص کړي او د دماغ په دواړو خواوو باندی فشار واچوي چې له امله به يی د سر درد او ګنګسوالۍ کم شی.

٤. د نو داغ ليري کولو لاره .

د عفوني ضد درمل د نو يا زوې ليري کولو لپاره هيڅ اثر نه لری او پر دغه داغ فشار اچول هم ګټور نه دي . ښه به دا وی چې په الکولو او بيا د

غاښ په کريم يې وموښئ او پنځلس دقيقې وروسته د نو يا زوې دانه وچه او کوچنې او ورو ورو ليرې شی.

٥. په وجود کې د ککړو شويو شيانو ليري کولو لاره .

لومړی د لسو دقيقو لپاره په نباتي غوړيو ټول وجود غوړ کړئ او بيا ځان په تودو اوبو کې واچوي او ښه يې ومينځي چې په پايله کې به ککړ شيان له خولو سره يو ځاي له وجود څخه ووځي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040