د لين شيا جوماتونه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-10 21:32:12

د چين د ګان سو ولايت د لين شيا ښار د اسلامی کلتور يو داسی مرکز دی چې د اسلامی کلتور تاريخ يی اوږد، دينی ډلې ، جوماتونه او د مسلمانانو نفوس يی زيات دی. د دوی هستوګنځی د مذهبی فعاليتونو له لاری د اسلام دين له مناسباتو سره نه يوازی نژدی اړيکي ټينګې لري بلکې د ټولنيزو فعاليتونو له لاری يې له بهر سره هم د نظريو تبادله کړې چې له امله يې د چين مسلمانانو په ټولنه کې نه يوازی د خپل مذهبی ژوند لاری چاری ساتلی بلکی له ټولنې څخه نه دی جلا شوي .د لين شيا ښار د جوماتونو پرمختيايی بڼه د لين شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې حتی د چين په شمال لويديځ کې د مسلمانانو په هستوګنځيو کې هم موجوده ده.

د لين شيا ښار د جوماتونو او مسلمانانو د راغونډيدو لپاره يوه عمده سيمه ده.تر ٢٠٠٥ کاله پوری په دغه ښار کې د جوماتونو شمېر ١٢٢ او د مسلمانانو نفوس څه باندی يو لک تنو ته رسيدلی چې د دغه ښار د عمومی نفوس په سلو کې نيمه برخه نيولې ده. زيات جوماتونه د دغه ښار يوه ځنګړتيا ده چې له بېلا بېلو دينی ډلو سره تړاو لري. په ځينو کليو کې لږ تر لږه دوه جوماتونه موجود دی او د بېلا بېلو دينې ډلو خلکو د عبادت لپاره خدمتونه کوي.

په تاريخ کې د لين شيا ښار د مرکزی حکومت تر کنترول لاندی د يوې سرحدی سيمې او د تبت او چيانګ لږه کيو قومونو د رژيمونو ترمنځ د يوې تړل شوې سيمې په توګه مهم سياسی او پوځی اهميت درلود، نو د دغه ښار کلتور پرمختللی نه و.د اسلام دين پوهنې له پرمختګ وروسته جوماتونه د مسلمانانو لپاره د پوهې خپرولو او أمانت

امامانو روزلو تر ټولو يوه مهمه موسسه ګرځېدلی ده.د چين د ګومينګ دانګ ګوند د رژيم له واکمنۍ وروسته د هوی قوم د نوی پوهنې په هڅولو سره د دغه ښار مسلمانانو د عمومی پوهنې په تر لاسه کولو پيل وکړ، خو په جوماتونو کې پوهنه لا اوس هم د ملی کلتوری پوهنې تر لاسه کولو مهمې لارې چارې دی.د ١٩٨٥ کال تر پايه پوری د دغه ښار په ٨٩ جوماتونو کې د اسلام دين په پوهنې پيل شوې او د مذبهی پوهې، عربی او فارسی ژبو د زده کړې لپاره له ١٨ کلن څخه زيات نارينه مسلمانان راغوښتل شوي چې له فارغيدو وروسته يی زياتره د امامانو په توګه وټاکل شول.

د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې له پلی کولو وروسته بېلا بېلو جوماتونو له کاری وخت پرته په پوهنې پيل کړې او له کاری وخت پرته يی په نورو وختونو کې مسلمانانو ته عربی ژبی او اسلام دين بنسټيزه پوهه ور کړې چې دا نه يوازی د مسلمانانو د عمومی کيفيت لوړوالي لپاره ډېره ګټوره وه بلکی د مسلمانانو پرکارونو، ټولنيز تګ راتګ او ځاني ژوند يی هم اغيزه کړې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040