په ډاډمنه توګه د اولمپيک لوبو تر سره کولو موخې ته رسېدنه بايد تضمين شي.
cri (GMT+08:00) 2008-07-15 16:23:45
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د مرکزي سياسي او قانوني چارو کمېټې منشي جو يونګ کانګ د جولای په څوارلسمه نېټه د بېجينګ په شاوخوا سيمو کې له يو شمېر پوستي مرکزونو څخه ليدنه کتنه وکړه او له اړوندو خواوو څخه يې وغوښتل وکړه چې په ډاډمنه توګه د اولمپيک لوبو تر سره کولو موخې ته د رسېدو لپاره جدي کوښښ وکړي.
نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د اولمپيک لوبو په اړه د امنيت پلټنې په ترڅ کې بايد نه يوازې د اولمپيک لوبو امنيت تضمين شي، بلکې وګړيو ته اسانتياوې هم برابرې شي.