د قزاقستان ولسمشر هيله لری چې د ده هېواد لوبغاړي د بيجينګ په اولمپيک سپورتی لوبو کی ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-15 16:44:33

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربائيف د جولای په ١٤ نېټه د خپل هېواد په پلازمينه استانا کې د دغه هېواد له هغو لوبغاړو سره وکتل چې ژر به د بيجينګ په اولمپيکی سپورتی لوبو کی برخه واخلی، ده له دوی څخه هيله وکړه چې د خپل هېواد لپاره وياړ او افتخار ترلاسه کړي٠

ښاغلی نظربائيف وويل : د بيجينګ اولمپيک سپورتی لوبې د قزاقستان لپاره ځانګړی ستر اهميت لری، ځکه چې د چين په بهر کې د دغو سپورتی لوبو د مشال ليږدونې فعاليت لومړی د قزاقستان له المااتا څخه پيل شو٠ هغه څرګنده کړه چې د بيجينګ په اولمپيکی سپورتی لوبو کی ګډون کول به په ٢١ پيړۍ کې د قزاقستان د سپورتی چارو د پرمختګ نوی لاره پرانيزي٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040