د چين حکومت د خپل هېواد په لويديځوسيمو کې د نويو کورونو له جوړلو سره د دوه مليارډو يوانو په اندازه اضافی نغدی مرستې برابرې کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-15 18:21:58

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د چين حکومت دوه اړوندو وزارتونو په دې وروستيو ورځو کې پريکړه وکړه چې د هېواد په لويديځو سيمو کی د هغو نويو کورونو له جوړولو څخه د ملاتړ لپاره چې کرايه به يې ټيټه وی، د دوه مليارډو يوانو په اندازه اضافی نغدی مرستې برابرې کړي٠

د چين حکومت هغو بی وزلو کورونو ته چې د استوګنې زمينه يې ښه نه ده، په ټيټه کرايه د کورونو ورکولو نظام پلی کوی٠ د چين د حکومت د پلان له مخی به د روان کال تر پايه پوری د هيواد په ټولو ښارونو او ولسواليو کې نوموړو بې وزلو کورونو ته په ټيټه کرايه د کورونو ورکولو په هکله يو نظام جوړ شی ٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040