د اولمپيک سپورتی لوبې بايد د سپما او سپېڅليتوب د اصولو له مخی ترسره شي
د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کمسيون غړی خه ګوه چيانګ د جولای په ١٤ نېټه په بيجينګ کی د اولمپيک سپورتی لوبو د جمنازيمونو او ستېډيمونو له أبادۍ او د اولمپيک سپورتی لوبو له کلی څخه د ليدنې په بهير کې وويل : د اولمپيک سپورتی لوبو د څارنې بېلا بيلې څانګې بايد په جدی توګه خپل مسئوليت پر غاړه واخلی او هغه هدف ته د رسېدو کارونه تامين کړی چې د سپما او سپيڅليتوب د اصولو له مخی د اولمپيک سپورتی لوبې ترسره شي٠
ښاغلی خه ګوه چيان وويل : د اولمپيک سپورتی لوبو د پرانيستلو د مهال د رارسيدو تر څنګ بايد د اولمپيک سپورتی لوبو د جمنازيمونو او ستېډيمونو د پروژو د کيفيت نظارت او څارنه پياوړی شی ترڅو دغه سپورتی لوبې په ډاډمنه توګه ترسره شی ٠