د ښاپېريو وطن دريېمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
د هوټل مېلمه پالې چې زه يې پرون له هوايي ډګر څخه تر هوټل پورې راورسولم، راته يې وويل: نور وختونه دلته افغان او پاکستاني مساپر هم تم کېږي، دلته ډېر مسلمانان راځي. دا خبرې يې راته په داسې لهجه وكړې چې په راتلونكي كې بيا هم دلته دغه هوټل ته راشم. له دې خبرې سره يې ما ته د هوټل كارټ هم راكړ. په هغه كارټ د هوټل د پتې تر څنګ په انګريزي او چينايي ژبه ليكل شوي وو: هيله ده ما دغه هوټل ته بوځې (Please take me to this hotel). د مېلمه پالې د خبرې د تاييد لپاره د افغان او پاكستاني مساپرو څخه مې کوم يو تر سترګو نه شو. ويل مې كه ژوند نو راځمه به ان شاء الله.

له سهارنۍ وروسته په دې تلوسه وم چې څنګه اوس د الوتنې وخت راشي او زه هوايي ډګر ته لاړشم. زما الوتنه درې بجې او ۲۰ دقيقې وه خو زه هوايي ډګر ته دولس بجې لاړم.

دولس بجې د اورمچي هوايي ډګر ته ورسېدم. په يوه بجه او دريرشو دقيقو الوتكې ته د ختلو كارتونه ووېشل شول او بيا د انتظار په خونه كې له ۱۱ نومرې دروازې سره كېناستو. د China Southern Airline شركت CZ6903 الوتنه وه. دوه نيمې بجې الوتكې ته پورته شوو او په 30F-frontseet څوكۍ كېناستم.

قضاء ماښام اوه بجې بېجېنګ ته ورسېدو. په هوايي ډګر ځاى ځاى نجونې هركلي ته ولاړې وې. په يوه رنګ په يوه بڼه، ورته غږ او سپينې لكه ښاپېرۍ ځلېدې. د بېجېنګ په هوايي ډګر د ښاپېريو ملګريو هر يوه سپوږمۍ، احمد زلمي او امان الله عمران راته انتظار كاوه. د دوى تاوده هركلي او مينې له ما ټولې ستړياوې لرې كړې. د هوساينې ساه مې واخيسته. هوايي ډګر له بېجېنګ ښار څخه لرې دی. موږ په ګرم مجلس بوخت وو، په لاره هېڅ لا پوه هم نه شوم چې له هوايي ډګر تر هوټل پورې وخت څومره او څو دقيقې شوې. سپوږمۍ په موټر كې راته وويل: نور ملګري تېره شپه د اورګاډي له لارې شانګهاي ته لاړل، موږ به سبا سهار وختي په الوتكه كې ځو. د هوټل مسوولين به دې سهار څلور نيمې بجې له خوبه پاڅوي، زه به پېنځه نيمې بجې راشم او بيا به په ګډه هوايي ډګر ته لاړ شو.

موږ نېغ Minzu Hotal هوټل ته لاړو. دا يو پېنځه ستوريز هوټل دی چې د چين د وروڼو قومونو هوټل معنى لري. په شپږم پوړ ۶۳۲ نومره خونه كې مو كالي ځاى پر ځاى كړل او د ماښامنۍ لپاره مو يوه اسلامي خوړنځي يعني د حلالو خوړو رستورانت ته د تګ تابيا وكړه. بيا څلور واړه (سپوږمۍ، احمد زلمى، امان الله عمران او زه) تورفان شېنګجيان هوټل ته لاړو. دا يو حلال خوړنځى دی. د خوړنځي نجونو كاركوونكيو په السلام عليكم ښه راغلاست راته ووايه. احمد زلمي او سپوږمۍ د ډول ډول خوړو غوښتنه وكړه او له موږ يې وپوښتل چې نور څه خورو. دا خواړه ډېر خوندور وو. هغه وچه ډوډۍ هم وه چې پښتانه يې په خپلو كورونه كې له دوه وخته ډوډۍ او سهار چايو سره خوري. دا خوراكونه ډېر په زړه پورې او خوندور وو.

د نورو هېوادونو مسلمانان كړى شي چې په چين كې په اسانۍ حلال او اسلامي خواړه پيدا كړي. دا خواړه په هغې ځانګړې چينايي طريقه پاخه شوي چې په ټوله نړۍ كې د چينايي خواړو په ستاينو او صفتونو د خلكو خولې نه ستړې كېږي او په هر ځل يادولو سره يې خوله اوبه كوي.

که تاسې غواړئ چې په يوه اسلامي خوړنځي کې ډوډۍ وخورئ، نو دا كار اسانه دى. خپل ملګري يا لارښود ته وواياست چې اسلامي رستورانت ته مو بوځي. د بېجېنګ ښار په ډېرو برخو کې دا ډول خوړنځي شته دي. په ځينو هغو په عربي ژبه هم ليكل شوي وي (المطعم الاسلامي)، همدغه ليكنه په انګليسي او چيني ژبه هم كښل شوې وي.

له خواږه مجلس او خوندورې ډوډۍ وروسته بېرته ټول مينـزو هوټل ته لاړو. سپوږمۍ او احمد زلمي بيا په تکرار يادونه وکړه چې سبا سهار وختي به شانګهای ته الوتنه وي. دوى هيله يې څرګنده کړه چې کالي مې برابر کړم. د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې ملګريو ما ته د ښې شپې او ښه خوب د هيلې په څرګندولو رخصت واخيست او زه يې په هوټل كې يوازې د خوب لپاره پرېښودم.

***

يو ښار دوه اړخونه

درېيمه ورځ: سه شنبه، د نومبر ۲۸مه ۲۰۰۶

سهار وختي په ټاكل شوي وخت د هوټل يوې كاركوونكې د تليفون په زنګ له خوبه پاڅولم. دغه مهال لا د سهار لمانځه وخت نه و. له جامو بدلولو وروسته لا د بكس په ترتيبولو بوخت وم چې سپوږمۍ هم زنګ وواهه او راته يې ويل: په لابي (لانديني پوړ په ستر دهلېز) كې منتظره يم.

له خونې راكوز شوم. اضافي كالي مو د هوټل مېلمه پالې ته پرېښودل او د باندې ووتو. باد لګېده نو ځكه په بيړه موټر ته وختو. له سپوږمۍ سره د دفتر موټر و. دواړه د هوايي ډګر په لوري وخوځېدو. سپوږمۍ خوبجنه وه، تر هوايي ډګره ارامه ويده شوه. بېجېنګ هوايي ډګر په پرمختلليو وسايلو سمبال دى. دغه وسايل د سيمې په نورو هوايي ډګرونو كې نه ترسترګو كېږي. سپوږمۍ يوه ماشين ته وردېده، خپل پېژندكارټ يې ورواچاوه. د ماشين په پرده (سكرين) يې هغه ټنۍ ته ورته ځايونه كښېكاږل او په درنګ شېبه كې يې الوتكې ته د ختلو كارټ له ماشين څخه راووت او بيا ورپسې يې خپل ور اچولي كارت هم كړس له ماشين څخه راووت. دغو ماشينونو چارې ډېرې اسانې كړې او كار په خورا چټكتيا ترسره كېږي. سپوږمۍ له ما هم پاسپورټ واخيست، د عكس پاڼه يې ددغه ماشين په ځانګړي ځاى كې ننويسته، خو څه ځواب يې ور نه كړ. دوه ځله يې هڅه وكړه، خو بريالۍ نه شوه. مخامخ په ليكه كې د مېز شا ته چې د سر له پاسه يې زموږ د الوتكې شمېره ليكلې وه ورغله او زما پاسپورټ يې وركړ. چې مسوولې نجلۍ په بيړه زما لپاره الوتكې ته د ختلو كارټ راكړ.

سربېره پر دې چې په بېجېنګ هوايي ډګر كې ډېره پرمختللې ټېكنالوژي كارول شوې. هوايي ډګر ډېر لوى هم دى او ډېرې اسانتياوې لرې. مساپر كه په انګريزي يا چينايي ژبه پوه شي، نو لاره نه ترې وركېږي، هر ځاى د لارښوونې لوحې ليكل شوې او تر څنګ يې غشي رسم شوي دي. په ترمينل کې مساپر د ستړيا احساس نه كوي، ځكه چې د ناستې لپاره ورته ښه ځايونه جوړ شوي دي.

په ترمينل كې مو الوتكې ختلو لپاره ډېر انتظار و نه كړ. الوتکه بيا هم China Southern Airline له هوايي كرښې څخه وه. دا ډېره ستره الوتکه، په هره ليكه كې اته څوكۍ وې. د الوتكې مېلمه پالې د سورلۍ لپاره لارښوونې پيل كړې چې كمرپندونه مو وتړئ. موبايل ټليفون او نور برېښنايي وسايل لكه مخابره او سټلايت تليفون مو مړه كړئ. لپټاپ كمپيوټر تر هغه نه شئ كارولئ چې الوتكه ښه پورته شوې نه وي. كه له تنفسي ستونزې سره مخ شئ څه به كوئ، د ګواښ په وخت د تېښې او وتلو لاره كومه ده؟ الوتكه كې په كلكه سېګرېت څكول منع دي. كه څوك په الوتكه كې سېګرت وڅكوي تر ۲۵ زرو ډالرو پورې به جريمه شي. دغه پيغامونه او لارښوونې په انګليسي او چينايي ژبو وويل شول. او بيا الوتكې الوتنه پيل كړه. د شانګهای او بېجېنګ تر منځ الوتنې كابو يو ساعت او شل دقيقې ونيولې. په شانګهای كې الوتنه د دغه ښار په پخواني هوايي ډګر راكښته شوه. شانګهای دوه هوايي ډګرونه لري، يو يې پخوانى دى چې د كورنيو الوتنو لپاره كارول كېږي او بل يې نوي جوړ شوي چې د نړيوالو الوتنو لپاره كارول كېږي. د شانګهای پخوانى او زوړ هوايي ډګر چې د كورنيو الوتنو لپاره كارول كېږي همغه اسانتياوې لري لكه په بېجېنګ كې يې چې نړيوال هوايي ډګر لري.

له هوايي ډګره راووتو، نېغ سړك ته راووتو او هغو كرښو ته مو ځان برابر نه كړ چې هلته په ټكسي كې د كېناستلو لپاره جوړې شوې دي، بلكې پر عكس سړك ته راووتو. دا زموږ تېروتنه وه، ځكه دلته له كرښو د باندې په ټكسي كې نه شواى كېناستلاى. موږ بايد هغو ليكو او كرښو ته ورغلي واى چې د مساپرو لپاره ټكسي ته د ختلو لپاره جوړې شوې دي. موږ بېرته خپله لاره بدله كړه او كرښې ته مو ځان برابر كړ. دلته يو سړى ولاړ دى چې ځانګړې جامې يې اغوستې دي، ټيكسي موټر په څلورو كرښو كې ولاړ دي. هر چا ته په اشاره او يا په خبرو يوه ټكسي په ګوته كوي او خلك په بيړه، بيړه ټكسي ته خيژي.

ټكسي ته له ختو سره سم، ټكسي چلوونكي خپلې مخې ته د ميټر تڼۍ كښېكاږله. ميټر خپله اندازه كول پيل كړل. ماشين يا په بله وينا كېسټ په چينايي او انګريزي ژبه د ټكسي چلوونكي لپاره موږ (سورلۍ) ته ښه راغلاست ووايه. ټكسي چلوونكي ځانګړې جامې لري او ډېرى ټكسي په سوداګريزو كمپنيو پورې تړاو لري. شحصي ټكسي دومره ډېرې نه ليدل كېږي.

دلته په چين كې د ټرانسپورټ او ټرافيكو سيستم ډېر منظم دی. سړكونه يې پراخ، هوايي پلونه يې ډېر او منظم دي. په شانګهای او بېجېنګ دواړه ښارونو كې څلور پوړيز سړكونه هم شته چې ټول د هوايي پلونو له لارې له يو بل سره نښلول كېږي. د پليو لپاره ځانګړې لار، د بايسكلونو لپاره ځانګړې لار، د لويو موټرونو لپاره ځانګړې كرښې او كوچنيو موټرونو لپاره ځانګړې كرښې پر سړك په نښه شوي دي. په ترافيكي اشارو كې د هر يو لپاره جلا شنه، ژيړ او سره څراخونه شته.

سهار لس بجې د شانګهاى ښار په مركز كې د ورېښمو لارې هوټل The Silk Road Hotel ته ورسېدو. سپوږمۍ د چين نړيوالې راډيو د بهرنيو اړيكو له مسوولې سره په ټليفون خبرې وكړې او په هوټل كې يې د كوټو د نومرو پوښتنه ترې وكړه او بيا نېغ د هوټل شپاړلسم پوړ ته وختلو، چې هلته د بهرنيو اړيكو د مسوولې مېرمن ___ خونه وه. موږ ته يې هركلى ووايه. د كوټې کيلۍ يعنې د خلاصولو کارټ يې راكړ او راته يې وويل: تر يوولسو بجو پورې ارام وكړه، بيا به ۱۱ بجې د هوټل په لابي (لانديني پوړ په غټ دهليز) كې سره ګورو. له همغه ځايه به ټول يو ځاى د باندې وځو. بيا يې زياته كړه: ستا كوټه په اوولسم پوړ كې ده. مننه مې ترې وكړه او اوولسم پوړ ته وختلم.

يوولس بجې چې لاندې لابې ته راكوز شوم لكه چې لږ ځنډېدلى وم. له نورو هېوادونو څخه راغلي ټول ملګري لا دمخه بس ته ختلي وو. زه هم نېغ بس ته وختلم او له هر يوه سره مې جلا جلا روغبړ وكړ او له واره مې ځان ورپېژانده، حفيظ ستاسې ملګرى له افغانستان څخه. له څېرو يې څرګندېده چې روغبړ او د افغانستان ټكى پرې خوږ لګېده.

لوى بس و چې په افغانستان كې ۳۰۳ يا په بله وينا ملي بس ته ورته ګاډى و. يوه ځوانه نجلۍ د بس له دروازې سره د څوكيو تر منځ د كرښې په سر كې ولاړه وه. مايكروفون يې په لاس كې و، په چيني ژبه يې د اوسني سفر په اړه معلومات راكول او د چين نړيوالې راډيو د بېلا بېلو څانګو كاركوونكيو به تر خپل څنګ ناست كس ته ژباړل چې له بېلا بېلو هېوادونو راغلي وو.

په شانګهاى كې ډېرې زياتې تصدۍ دي. دغو تصديو په پوهنه او روزنه كې ډېر كار كړى. په دې برخه كې يې د خپلو پانګو پوره برخه لګولې ده. دلته ځينې خلك غريبان دي چې په منځني ډول مياشتنى عايد يې ۷۰۰ يوونه دی چې له ۹۰ امريكايي ډالرو سره برابرېږي او پر عكس بل اړخ ته يې ځينې خلك ډېر شتمن دي. او عايد يې لسګونو زرو ته رسېږي.

په شانګهاى كې د كور جوړولو صنعت ډېر پرمختللى دى. دلته ډېرې زياتې ودانۍ دي. يره دومره زياتې چې د سړي سترګې وړي. په نږدې واټن كې يو د بل تر څنګ دنګې ودانۍ ليدل كېږي. د شانګهاى په مركزي سيمه كې د كورونو بيه ډېره لوړه ده، خو د بېجېنګ په پرتله نه. په چين كې د كورونو بيه تر ټولو په بېجېنګ كې لوړ ده بيا په شانګهاى كې. په شانګهاى كې د يوه زاړه كور بيه ۸،۰۰۰ يوونه ده او د شانګهاى په منځنۍ برخه كې د يوه كور بيه يو مېليون يوونه ده چې شاوخوا اوونيم مېليونه افغانۍ كېږي. دغسې كور په يوه لوړ پوړه ودانۍ كې وي، له پخلنځي، او تشنابونو سربېره به درې خونې لري.

په شانګهاى ښار كې د بسونو او ټكسيو تر څنګ له مېټرو يا ځمکې لاندې ريل ګاډو subway څخه هم كار اخېستل كېږي چې موږ دغه لاره د خپل تګ راتګ پر مهال و نه كاروله. په ۲۰۱۰ كال كې به په شانګهاى ښار كې يو نړيوال سوداګريز نندارتون جوړ شي، چې دغه نندارتون به د شانګهاى سوداګريز ارزښت لا نور هم پسې وځلوي.

په شانګهاى كې زموږ د سفر لارښوده Zhang Ying د زغم او صبر خاونده وه. په بس كې به ولاړه وه او په پرله پسې ډول به غږېده، هېڅ ستړيا يې نه احساسوله. كله چې د سيند له پاسه يوه لوى پله ته ورسېدو، ېنګ چې انګريزي نوم يې Tracy راته وښوده، وويل: دا هوانګ پو جيانګ سيند دى، چې شانګهاى په دوو برخو ويشي، شمالي او سوېلي. د دغه سين له پاسه د يانګپو په نامه يو پل جوړ شوى په دغه پله څه له پاسه يو ميليارد ډالر لګښت راغلى.

دلته په شانګهاى كې واټونه او سړكونه د مشهورو چينايي څېرو په نومونو جوړ شوي دي. په ځينو سيمو كې واټونه او سيمې د چين د نورو سيمو په نامه هم نومول شوي. په شانګهاى كې به په راتلونكې كې داسې اورګاډى جوړ شي چې ۱،۰۰۰ مساپر به په يوه وخت كې ځاى كړى شي. دغه ګاډى به د برېښنا په مټ ځغلي. ځغاسته به يې په ساعت كې ۴۰۰ كيلومتره وي. تر زانګ جېنګ پورې اوس دوه ساعته او دېرش دقيقې وخت اخلي چې بيا به يوازې په دېرشو دقيقو كې دغه واټن لنډوي.

يو يوان بڼ:

يو يوان بڼ Yuyuan Garden يو مشهور كلاسيك بڼ دى. ډېرې په زړه پورې نندارې لري. په هر ځاى كې له دېوال، ونې، خونې او ډبرې سره معلوماتي ليكنې لګول شوې دي. دا ليكنې په چيني او انګليسي ژبو دي او ځينې ځايونه يوازې په چيني ژبه ليکل شوي دي.

په شانګهاى كې دنګې لوړې ودانۍ، پراخ واټونه، سوداګريز ځايونه، كارخانې او تكنالوژي د دغه ښار يو اړخ څرګندوي، تاريخي ځايونه او د تاريخي ځايونه اباد ساتل د دغه ښار بل اړخ ښيي. په ښار كې سوداګرو او سيلانيانو د شانګهاى دغه دواړه اړخونه ځلولي او دغه ښار ته يې اهميت وركړى. يـــــو يوان بڼ د شانګهاى په انرېن جي (Anren Jie) كې جوړ شوى. د دغه بڼ چارې په ۱۵۷۷ كې د مېنګ كورنۍ Ming Dynasty د يوه دولتي افسر Yunduan له خوا بشپړې شوې. يو Yu په چيني ژبه د خوښۍ او خوشالۍ معنى وركوي او دغه بڼ يون ډون Yunduan د خپل مور و پلار لپاره جوړ كړى و چې هلته خپل وخت په خوښۍ تېر كړي.

يو يوان بڼ ته د كلونو په اوږدو كې زيانونه رسېدلي دي، خو له تاريخ او هېواد سره د چينايانو د مينې له مخې دغه بڼ بيا- بيا رغول شوی دی. اوس داسې څرګندېږي چې ګنې دغه بڼ په تېرو ۴۲۹ كلونو كې په ډېره ښه توګه ساتل شوى، ځكه هر څه يې په خپل ځاى په سمه توګه ځاى پر ځاى دي. اوس هېڅ داسې فكر نه كېږي چې په دغه بڼ دې دومره ډېر وخت تېر شوى وي. مېنګ كورنۍ د ۱۳۶۸-۱۶۴۴م كلونو تر منځ په چين كې واكمني كړې ده. په اولسمه پېړۍ كې دغه بڼ د ځينو سوداګرو له خوا وپېرل شو چې كابو شل كاله يې په بياودانولو ولګول. دغه بڼ د عامو خلكو په وړاندې په ۱۹۶۱م كې پرانېستل شو.

يو يوان بڼ په ۲۰،۰۰۰مربع متره ځمكه كې اباد شوی چې شاوخوا پېنځه اېكړه ځمكه لاندې كوي. بڼ ته د ننوتو پر مهال د سړي سترګې نېغې د كمرونو په يوه دلۍ لګېږي. چې د ښکلا لپاره په ډېره ماهرانه توګه يو د بل له پاسه او يو د بل تر څنګ ځای پر ځای شوي دي.

موږ دلته كابو درې ساعته په ګرځېدو او ننداره تېر كړل. سپوږمۍ راسره ګام په ګام مله وه. د هر سمبول او نښې په اړه يې معلومات راكول. موږ ته ټيكټ په ۳۰ يوونه اخېستل شوى و. يوون د چين پولي واحد دى، چې اوه يوونه يو ډالر کېږي او اووه نيمې افغانۍ له يوه يوون سره برابرې دي. د كال په بېلا بېلو وختونو كې د ټيكټ اخېستلو بيه توپير لري. لكه د اپرېل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې د ټيكټ بيه ۴۰ يوونه ده. ځكه دغه مهال په شانګهاى كې موسم ښه وي، ګلانو او شنو بوټيو بڼ ته ځانګړې ښكلا بښلي وي، همدغه مهال نو ډېرى خلك غواړي په بڼ كې زيات وخت تېر كړي.

په بڼ كې به چې زه يو څه ته لږ تم شوم، نو سپوږمۍ به په مينه راته ويل: دلته به دې تصوير واخلم. هلته Tracy بېرغ په لاس زموږ تر مخ روانه وه. په هر ځاى كې به ودرېده او موږ ته به يې په مينه معلومات راكول او بيا به ما ته د چين نړيوالې راډيو تكړه رپورټرې سپوږمۍ ژباړل او د نورو هېوادونو مېلمنو ته اړونده كسانو همدغه کار کاوه.

په يو يوان بڼ كې د غولي او ځمكې لپاره هم له ځانګړيو ډبرو كار اخېستل شوى، چې پر خپل ځاى ښكلا لري، او سيلانى دې ته راكاږي چې يوه شېبه ورته تم شي او په ځير ځير ډپرو ته وكړوي او رنګا رنګ جوړښتونه ځان ته په كې سيي كړي..

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040