د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د افغانانو نيکې هيلې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-08 17:21:34

د بېجينګ اولمپيک لوبې به د اګست په اتمه نېټه پرانيستل شي. د چينايانو د ښو ملګريو په توګه، د افغانستان وګړيو هم د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه نيکې هيلې لري. په نننی پروګرام کې مو له دوو افغانانو سره مرکې کړی، يو په افغانستان کې د خبريالانو د نړيوال مرکز مرستيال ضيا بوميا او بل هم په بېجينګ کې افغانان سوداګر دوست محمد مومند دی چې موږ په ګډه مرکه ور سره کړې. زما همکار خوشحال تائب په لومړی سر کې له ضيا بوميا څخه داسی پوښتلي دي:

تائب: د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو په اړه ستاسو نظر څه دی؟ څه ډول تياريانې بايد نيول شوې وې، ځکه چې ډېر سټيديومونه اوشاوخوا اووه سټيديومونه جوړ شوي دي. داسی سټيديومونه په نړۍ کې ساری نه لري او دا لومړۍ ځل دی چې په پراخه کچه جوړ شوی دي. ستاسی نظر په دې اړه څه دی؟

ضيا بوميا: دا لومړۍ ځل دی چې چين د ټولې اسيا لپاره د اولمپيک لوبو کوربه ده. د راپورونو له مخې د دغو لوبو ټولې تياريانې په لوړه کچه نيول شوې دي او دغو لوبو ته په ډېر حصب چې معلومات تر لاسه کړي دي چې اتيا مشران روان دي ، نن زموږ ولسمشر کرزی هم د چين په لوري روان شو او د پاکستان ولسمشر هم چين ته ځي، نو دغه لوبې به وکولای شي چې يو ځل بيا دغه ورزش کاران د سولې، د خبرو اترو تمځای وګرځي. د وياړ بله خبر داده دا ده چې د لومړي ځل لپاره افغان ورزش کوونکي کولای شي په دا شان شاندارو لوبو کې ګډون او د خپل هېواد استازيتوب کوي .

تايب : ستاسو هيله څه ده چې دغه لوبې په څه ډول تر سره شي ، ستاسو په نظر أيا دا لوبې به بريالۍ وي که نه؟ او د افغان لوبغاړو لپاره تاسو څه هيله لرئ ،چې څه لاس ته راوړنې ولري ؟

ضيا بوميا :

په تېرو شپږ يا اوو کلونو کې افغان لوبغاړو په سيمه ايزه او نړيواله کچه ډېر ښې لاس ته راوړنې درلودلي دي ، زه د يو افغان په توګه دا هيله لرم چې دوی پدې لوبو کې هم ښې لاس ته راوړنې ولري ، او دا خبر هم زموږ ټولو لپاره ډېره مهمه ده چې افغان لوبغاړو په نړيوالو لوبو کې ګډون کړی دی . زموږ ټولو افغانانو هيله دا ده چې د بيجينګ المپيک لوبې په بريالۍ توګه ترسره شي ، او پدې ډاډه يو چې چين به دغه لوبې په ډېره ښه توګه ترسره کړي ، ځکه ښې تياريانې يې ورته نيولي دي .

**************

تايب : که مهرباني وکړئ په لومړي سر کې خپل ځان راوپيژنئ ؟

زه په لومړي سر کې تاسو او ستاسو ټولو اورېدونکيو ته سلامونه وړاندې کوم ، زما نوم دوست محمد دی او مومند تخلص کوم ، چې دلته په بيجينګ کې په سوداګريزو چارو بوخت يم .

تايب : ښاغلی مومند که د بيجينګ د المپيک لوبو او په بيجينګ کې دغو لوبو ته د تياريانو په هکله راته وواياست ، او دغه ستډيومونه چې ددغو لوبو لپاره جوړ شوي په هکله يې ستاسو نظر څه دی ؟

مومند: ډېره ښه ! دلته زما دفتر له يو ستډيوم سره نږدې پروت دی ، او له شاوخوا دوه کلونو راپه ديخوا په تېره بيا په دې وروستيو ورځو کې چين ډېرې زياتې تياريانې نيولې دي ، او د پيکينګ ښار ډېر ښکلی او ښايسته شوی، هر څه ډېر ښه ، منظم ، پاک او په ترتيب دي .

تايب : سبا به د بيجينګ د المپيک لوبې پرانيستل شي ، ستاسو په نظر پرانيستونکي مراسم به څنګه وي او ستاسو په أند دغه لوبې به څومره بريالۍ وي ؟

مومند : زه چې د چين دولت او خلکو تياريانو ته ګورم نو سبا ورځ به د چين او چينايانو لپاره يوه ډېره ښه ورځ وي او پرانېستونکي مراسم به ډېر شاندار وي .

تايب : پدې لوبو کې افغان لوبغاړو هم ګډون کړی دی ستاسو هيله څه ده چې افغان لوبغاړي څه پايله او نتيجه تر لاسه کړي ؟

مومند: زه له خدای تعالی څخه غواړم چې هغوی په دغو لوبو کې ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي .

هيله : أيا تاسو غواړئ په ستډيوم کې پخپلو سترګو دغه سيالۍ وګورئ ؟

مومند : هو ولې نه !!؟ له ما سره په چين کې د افغانستان سفارت ژمنه کړې چې موږ ته ټکټونه راکړي او د يوې يا دوو سياليو څخه به ليدنه وکړو .

هيله : اوه تاسو ټکټ اخيستی دی؟

مومند : ښايي چې د همدې اونۍ په پای کې يعنې سبا ورځ موږ ته ټکټ راکړي او دسياليو ليدلو ته ورشو .

هيله :ډېره مننه!

مومند : ستاسو څخه مننه !!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040