د چين مشهوره سندره غاړې مو ون وې.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-08 19:01:46

يوه داسي ورځ چې اسمان په کې وريځ وي

مينه

هغه له ما سره هېڅ مينه نه لري

که ته نه وی

د چين مشهوره سندر غاړې اغلې مو ون وې د ١٩٧٠ کال د جون په دوهمه نېټه په هانکانګ کې زېږېدلې ده. دا په ١٩٨٥ کال کې د هانکانګ د لسو وتلو زده کوونکيو ترمنځ وټاکل شوه، د سکالرشېپ له تر لاسه کولو وروسته يې د زده کړې لپاره ايتاليا ته ولاړه او د بريتانيا په لنډن پوهنتون کې يې د ايتالوي ادبياتو ليسانس درجه تر لاسه کړه. د دې د زياتو کارونو تر سره کول ډېرخوښېږي او نه يوازي په نڅاوو او موسيقۍ الاتو کې لوی لاس لري. بلکې پر دې بر سېره، د چين، انګريزي، فرانسوي او ايتاليا په ګډون نورو زياتو ژبو ښه پوهېږي.

دا له لنډن پوهنتون څخه له فاغېدو وروسته بېرته هانکانګ ته ستنه شوه چې له هغې وروسته د يوې سندره غاړې په توګه وځلېده. د دې خپله لومړۍ سي دي په ١٩٩٣ کال کې خپره کړه، خو د پلورلو شمېر يې ډېر کم و چې يوازي اته سوه و. خو دې د خپلو نه ستومانه کېدونکيو کوښښونو له لارې خپلو کارونو ته دوام ورکړ او له ١٩٩٦ کال څخه تر اوسه پورې يې د موسيقۍ څليرويشت سي دي ګانې خپرې کړې دي. دغه راز دا نه يوازي په چين کې بلکې په اسيا کې تر ټولو مشهور ښځينه سندره غاړې شوې ده. بر سېره پر دې، دې هم په لس ګونو فلمونو کې هم رول لوبولی دی او زياتې اړوندې جايزې يې تر لاسه کړې دي.


1 2 3 4
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040