د چاپيريال د ساتنې او د انرژۍ د سپمولو په اړه څو لارې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-11 17:59:50

د چاپېريال ساتل نه يوازی د سياستوالانو او صنعتګرانو دنده، بلکې د عامو وګړيو دنده هم ده. موږ بايد هره ورځ د چاپېريال د ساتنې لپاره کوښښ کوو.

١. له ښېښو څخه په استفادې سره انرژۍ وسپمول شي.

د ټولنې او اقتصاد د چټک پرمختګ سره سره په تعميراتي ساحه کې د انرژۍ سپمول د نړيوالې ټولنې لا زياته پاملرنه راجلبوي. په دغه ساحه کې د انرژۍ د سپمولو په اړه په څو عواملو کې د کړکيو او دروازو له لارې د انرژۍ د له منځه وړلو مخنيوی يو ډير عامل دی. د شميرنې سره سم په ژمی کې که د کوټې کړکۍ يوازی يوه طبقه ښېښه ولري ، د تودوالی په سلو کې ديرش او يا پنځوس برخه له کړکيو څخه ووځي. که په دوبی کې له اير کنديشن څخه استفاده کوئ، ښايی په همدغه حال کې د سوړوالی په سلو کې شل او يا ديرش برخه د يوې طقبې ښېښې له لارې بهر وو ځي. نو له مناسبو ښېښو څخه استفاده د انرژۍ سپمولو يوه ښه لار ده.

د نل اوبه : د ځينو پرمختلليو هېوادونو په هر کور کې د اوبو سپمولو لپاره د نل اوبو د کنترول أله ليدل کېږي . که څه هم په دغو هېوادونو کې د اوبو لګښت ډېر ارزان دی ، خو وګړي لا هم د اوبو سپمولو ته ډېر اهميت ورکوي . په عامو ځايونو کې هم د اوبو کنترول وسيله استعمالېږي.

٢. بايد په عامو ځايونو کې طبيعی رڼا زياته شي.

هغه وداني چې عامو وګړيو ته خدمتونه کوي، بايد تل پراخه او رڼه وي. خو که په يوې لويې ودانۍ کې ټوله رڼا د بريښنا له لارې رامنځته شي، ډيره زياته بريښنايې انرژي به ولګوي. نو که په دغو ودانيو کې د ښېښو په وسيله زيات ديوالونه جوړ شي، زياته طبيعی رڼا به دوانۍ ته ننووځي او د بريښنا د سپمولو رول لوبولی شي. د

معلوماتو له مخې که په چين کې ټول لوی پلورونځي او د غونډې مرکزونه په ورځو کې له طبيعی رڼا څخه استفاده وکړي، هر کال به دوه اتيا مليارډ کيلوواټه بريښنا وسپمول شي. که په دغو پلورونځيو او مرکزونو کې يوازی لس سلنې برخه په ورځو کې له طبيعی رڼا څخه استفاده وشي. د سپمول شوې بريښنا شمير به اته مليارډ او دوه سوه مليونه کيلوواټو ته ورسېږي. دغه راز هر کال د کاربن دوه اکسايد د ايستلو اندازه به اوه مليون او اته سوه او اويا زره ټنه کمه شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040