د خلکو حافظه

cri     (GMT+08:00) 2008-09-08 15:53:07

پوهانو د انسانپوهنې په سيسټم کې حافظه په دريو ډولونو ويشلي ده.

حسي حافظه

دا د يادولو تر ټولو لومړنی او ابتدايي ځای دي چې د مالوماتو د چاپيريال سره د اړيکو له امله د مغزو په هغې برخې کې ځای نيسي چې د کلياتو ساتنځي بلل کېږي. يعني دا حافظه ټول هغه څه چې له چاپيريال نه يې زده کوو دليدلو، اوريدلو يا لمس کولو له لارې هغو ته د پاملرني په مهال د ډېري لنډي مودي لپاره د ديوې سانې لپاره هلته ساتي.

لنډ مهاله حافظه

دا حافظه هغه معلومات ساتي چې د حواسو له لارې تر لاسه شوې وي. په دغه حافظه کې معلومات د ډير تکرار له امله د سړي په ذهن کې ځای نيسي او په دې توګه په اوږد مهاله حافظه بدلېږي. دغه حافظه کولای شي چې له ١٥ څخه تر ٣٠ دقيقو پورې يو شی وساتي. دغه راز دغې حافظې ته هوښياره حافظه هم ويل کېږي او د وړتيا کچه يې لږ ده.

اوږد مهاله حافظه

د دغې حافظې درلودل د عمر تر وروستيو شېبو پورې اړين برېښي. دغې حافظې ته چې څه شي ورلېږوهغه د سمبولونو په ډول سره ځای پر ځای کېږي. د دغې حافظې وړتيا پراخه ده او هغه څيزونه چې موږ دغې حافظې ته سپارو که يې چيرته په سمه

توګه سره هلته ځای پر ځای کړو نو کېدای شي د ډېر وخت لپاره هلته خوندي پاتي شي. دغه راز معلومات بايد له لنډ مهالي حافظې څخه اوږد مهالي حافظې ته ولېږدول شي. يعنې که چيرته شيان په داسې ډول سره مطالعه کړو چې په سمه توګه دغې حافظې ته ورننوځي، له لږ لږ ذهني تکراره سره ښايې د تل لپاره بېرته وکولای شو هماغه شي ورڅخه تر ګوتو کړو خو په دې شرط چې معلومات همدا اوږد مهالي حافظې ته ولېږدول شي.

نوموړي حافظي ته له بېلا بېلو لارو څخه کولای شو چې معلومات ورولېږدوو، لکه په ذهن کې د څه شي تکرارول چې د معلوماتود لېږدوني يوه سمه لار پېژندل کېږي. د معلوماتو په بيا بيا تکرارولو سره کېدای شي يو شي مو د تل لپاره په حافظه کې پاتې شي. د نويو او زړو معلوماتو په منځ کې د اړيکو رامنځته کول يا په بل ډول د دغو دوو ډولو معلوماتو ترمنځ يو ډول مانا لرونکي اړيکه بايد وساتو. واقعيت خو دا دی چې په اږده مهاله حافظه کې د يو شې د زيرمه کولو لپاره د هغه د مانا تر لاسه کول مهم دی، نه د هغه بر سېرنه بڼه. بل شي چې په ښه توګه د معلوماتو په زيرمه کولو کې مرسته کوي هغه د معلوماتو په داسې واحد او منظم ډول دې چې يو جزيې يې له بل سره تړاو ولرې. د اوږدو او پېچلو معلوماتو د بېلا بېلو برخو سمه اوډنه د زده کولو او په ياد ساتلو تر ټولو ارزښتناکه لاره ده. بيا هم دا پوښتنه په ځای ده چې ايا کېدای شي چې له دې ټولو سره سره يو شي او له سړې نه هېر شي. هو کېدای شي. خو راځئ وپوهېږو چې دری واړه حافظې بيا هم ولې د هېريدو له ګواښ سره مخ دې.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040