د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو مشال ليږدونکې چنګ يو

cri     (GMT+08:00) 2008-09-22 21:03:52

د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت د اګيست په يو ديرشمه نېټه د چين د هو بې ولايت په وو هان ښار کې تر سره شو. مېرمن چنګ يو په دغه فعاليت کې يوه ليږدونکې وه. مېرمن چنګ يو د هو بې ولايت د ژونګ جون روغتون د ژونګ کانګ په نامه د مرکز مرستياله ده. چنګ يو د پنځلسو کلونو په عمر د يوې پېښې له امله ټپی شوه او له اتو کلونو وروسته د دې پښې پری شوې دي. په هغه وخت کې چنګ يو ډيره خواشنی وه او ډيره خوا بدې وه. چنګ يو وويل چې هغه د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د ګډون له لارې خپله ټينګه اراده بيا جوړه کړه. دې وويل : (( ريښتيا دا ده چې د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې مې ډير معيوبين وليدل چې په کې د ډيرو زياتو وګړيو د معيوبيت حالت زما په پرتله لا سخت دی. نو د دغو معيوبينو روحيې له ما سره ډيره مرسته کړې ده. زه په خپل ځان زيات باور لرم.

چنګ يو د چين د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د لومړی ځل ګډون کوونکې لوبغاړې په توګه د چين د پينګ پانګ لوبو له مشهورې روزونکې فنګ من يا څخه زده کړه وکړه. مېرمن چنګ يو په ١٩٨٨ کال کې د سؤل د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې ګډون درلود او له ملګرو سره يې د پينګ پانګ لوبو په سځينه ډله ايزو سياليو کې يې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. تر اوسه پوره چنګ يو په وو هان ښار کې يوازنی لوبغاړې ده چې د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

مېرمن چنګ يو په تېرو شلو کلونو کې څو څو ځله په نړيوالو سياليو کې مډالونه تر لاسه کړي دي. دغه راز هغه د چين او د هو بې ولايت په سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړي دي. مېرمن چنګ يو د خپلو کوښښونو له لارې ډير زيات وياړونه تر لاسه کړي دي. خو هغې د عمر د لوړوالي او ناروغۍ له امله د لوبغاړي په توګه خپلې سپورتي چارې پای ته رسولې دي. خو لا يې هم د ټلويزيون له لارې د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبې کتلی دی. هغه هيله لري چې په راتلونکی کې به لا زيات معيوبين په بېلابېلو لوبو کې ګډون وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040