د حافظې د تکرار څو لاره (٢)

cri     (GMT+08:00) 2008-09-26 14:28:08

پوښتنه کول:

يعنې د هغې موخې په اړه پوښتنه کول چې تاسو يې له لوستلو څخه لرئ. د کتاب د هرې برخې يا څپرکي په پای کې کولای شئ له ځانه څخه د هغه څه په اړه چې تاسو غوښتل د کتاب له لوستلو يې لاس ته راوړئ پوښتنه وکړئ او اندازه يې وکړئ چې د موخې په لاس ته راوړلو کې څومره بريالي واست. د بېلګې په ډول کله چې مو دغه کاردود ولوست، له ځانه وپوښتئ: دا لوستل شوی کاردود د څه لپاره و؟

لوستل:

په دې پړاو کې تر لاس لاندې مطلب ښه په ځيرتيا سره ولولئ او هڅه وکړئ. هغو پوښتنو ته چې د موضوع په هکله مو درلودې ځواب ومومئ. دلته بايد تاسو خپل تمرکز په هره جزئی او بيا په کلي موضوع واوسي.

سوچ کول:

د دې کاردود په دې برخه کې بايد تاسو پر هغه څه چې لوستلې مودې سوچ وکړئ. پر لوستل سوې مطلب باندې سوچ کول او تم کېدل له تاسو سره مرسته کوې هغه په ښه

ډول زده کړئ او تر اوږده مهاله مو په مغزو کې پاتې شي.

له يادو ويل:

د هېر برخي له لوستلو وروسته هڅه وکړئ د لوستل شوې درس يا مطلب مهم ټکې در په ياد کړئ او له يادو يې وواياست دا له تاسو سره مرسته کوې چې پر خپل کار باندې کنترول ولرئ او دا به هم درته جوته شې چې کوم ځايونه مو ښه نه دې زده کړې.

بيا تېرېدل:

د ټول کتاب له لوستلو وروسته بيا پر ټول باندې يو ځلې تېر شئ او له سره يې بياهم په ځغلنده توګه وګورئ او په دغه پړاو کې بايد تاسو پرته لهدې چې سرچينې يعنې د کتاب متن ته وروګرځئ. د هغه مطلب يا کتاب مهمې پوښتنې ځواب کړئ. په دې مانا چې اوس بايد د تاسو هغه څه چې مو لوستې دې په ياد وې او يوازي په کتاب کې د موضوع په ليدلو سره بايد تاسو ټول معلومات ياد ته راشئ.

دا کاردود د حافظې د څنګوالې د ښه کولو پر ارزونو ولاړ دې او د مطالعې او يادولو لپاره يو بريالۍ لاره بلل کېږي چې تل يې د کارونې سپارښتنه کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040