د ژوند رمزونه (٤)

cri     (GMT+08:00) 2008-10-06 18:43:42

د ستړيا په وخت کې سرکه څښل

هغه کسان چې مخکې له دې يې جسمي کارونه يا سپورت نه وي کړی، کله چې له اندازې څخه زيات ورزش وکړي او يا هم ناڅاپه په جسمي کار لګيا شي، عضلې به يې خوږېږي. لامل يې دا دی چې د جمسي کار او سپورت له امله د متابوليزم جريان ګړندی کيږي او په عضلو کې اسيدلاکتيک زياتيږي که په دې وخت کې يوه اندازه سرکې وڅښي او يا يې په خوړوکې څو څاڅکي سرکې واچول شي ، په وجود کې به اسيد لاکتيک په پوره توګه په اکسيجن بدل شی او ستړيا به ژر ليري شی. د سرکې څښلو پرته د ميوو خوړل د ستړيا د له منځه وړلو لپاره هم ګټه لری.

د ورزش نه وروسته ژر ځان مينځل ګټور نه دي

د کارپوهانو په اند د ورزش په وخت کې د عضلو حرکت کولو له امله عضلو ته د وينې د بهيدو سرعت چټک کيږي او د زړه ټکانونه هم زياتيږي . له ورزش وروسته د زړه ټکانونه او د وينې بهيدونه لاهم دوام لری . که په دې وخت کې ځان ومينځي ، عضلو او پوستکو ته د وينې د بهيدو اندازه به په مداومه توګه زياته شی چې په پايله کې د وجود نورو غړيو په تيره بيا زړه او مغز ته د وينې د بهيدو اړتياوې به پوره نه شي چې له امله به يې د زړه ناروغی او په مغز کې د اکسيجن کمښت رامنځته شی.

د يخو اوبو نقش

دسمال چې په يخو اوبو کې واچول شي ، له پوزې څخه د وينې بهيدنې په بنديدو کې ښه نقش او رول لری .

که په روانو يخو اوبو مخ ومينځل شی ، سترګې به پاکې شی . که دغه عمل د اوږدې مودې لپاره دوام ولری ، د تراحم د پيښېدو شونتيا به کمه شی چې نه يوازي د سترګو د ليدو ځواک په ښه توګه ساتلي ، بلکې د سترګو د ناروغيو مخه به هم ونيول شی

د زکام د مخنيوي لپاره په يخو اوبو مخ يا ځان مينځل غوره اغيزه لری . برسيره پردې په خوله کې د يخو اوبو ساتل د غاښونو درد د له منځه وړلو لپاره هم اغيزمن دي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040